په چین کې د یو تن څخه یو اوږد چینجی چې د تېرو څو کلونو راهیسې د هغه ماغزه خوړل ډاکټرانو د یو خطرناک عملیات څخه وروسته راویستلو، حیرانونکې خبره خو داده چې یاد تن د عملیات څخه وروسته روغ پاتې شو .
وینګ لای چې د ۲۰۰۷ کال څخه د سردرد څخه کړیدلو هغه ډیر کوشش وکړ چې ددغه درد تداوي وکړي د چین دیرو مشهورو عصبي برخې ډاکټرانو ته ورغي خو ډاکټران یې د تشخیص څخه عاجز پاتې شول، د وینګ لای روغتیا ورځ تر بلې خرابیده تر دې چې ډیر کمزورې شو خو بالاخره په ۲۰۱۸ کې یو ډاکټر په دې وتوانیده چې د هغه د ناروغتیا تشخیص يې وکړ دغه ډاکټر وینګ لای ته وویل چې ستا په مغزو کې چینجی ده او عملیات يې ډیر سخت ده بالاخره وینګ لای عملیات د چین به یو لوی روغتون کې تر سره شو او د نوموړي ناروغ له مغزو څخه يې (Sparganum mansoni) چینجی چې اوږدوالی ۱۲ سانتی متر وه راوویست دغه چینجی د پیشوګانو او سپیانو به کولمو کې ژوند کوي او ډیر لږ په انسانانو کې پیداکیږي، ډاکتران وايي، که ددغه چینجی لږ برخه هم بدن کې پاتې شي بیا په روغ چینجی بدلیږي.


















