(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸ لړم ۱۹، يکشنبه)
پرون د خالي په ورځ د نومبر په نهمه نيټه سکهانو ته پاکستان ته د بې ويزې تللو اجازه ورکړل شوه چې هغه هيواد کې خپل مذهبي مراسم ترسره کړي.
د پنجاب کرتار پور پولې د پرانيستې مراسمو لپاره د پاکستان لومړی وزير عمران خان او د هند پخوانی صدراعظم من موهن سنګ ورغلي و او سلګونه هندي سکهان له يادې لارې له ويزې پرته د پاکستان خاورې ته داخل شول څو پنجاب ته د خپل بنسټګر ګورو نانک د ۵۵۰ کليزې لمانځنه کې ګډون وکړي.
په پاکستان کې ميشت پښتنو سياستوالو هم له حکومت غوښتنه کړې څو د کرتار د پولې په څير سهولتونه دې پر افغان پوله هم برابر کړای شي چې خلک بې ويزې تګ راتګ وکولای شي.
پښتون سياستوال فرحت الله بابر پر خپل ټويټر ليکلي: چې”د پاکستان او هند ترمنځ اصل ديوال د دواړو هېوادونو د استبلشمنټ لخوا جوړ د کرکې ديوال دی چې دوی د خپلو ګټو دپاره جوړ کړی دی. دغه ديوال نړولو ته اړتيا لري. دغه رنګ د پاکستان او افغانستان ترمنځ ديوال هم نړولو ته اړتيا لري”.
دغه راز بل پښتون سياستوال افراسياب خټک بیا په خپله ټويټرپاڼه د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي هغه وينا راخيستې چې د پاکستان او هندي پنجاب تر منځ د کرتار پور لارې پرانيستل يې د (برلين ديوال د غورځولو په معنا یاد کړي و) خو د افراسياب خټک په خبره “له بله خوا د ډيورنډ پر کرښه پښتانه په بې رحمۍ سره په اغزن تار او دیوال جوړولو وېشل شوي چې آن د ډيورنډ په تړون کې د ورکړل شوي حق سرغړونه ده”.
په داسې حال کې د پاکستان له خوا د کرتارپور پر پوله سکهانو ته د بې ويزې تګ راتګ اجازه ورکول کيږي چې پرون د هند سترې محکمې په هغه هيواد کې د بابري مسجد قضيه د هندوانو په ګټه خلاصه کړه او د بابري مسجد ځمکه يې هندوانو ته د مندر جوړولو لپاره ورکړه او په بدل کې يې مسلمانانو ته پنځه هکتاره ځمکه ورکړې څو بل مسجد پرې جوړ کړي.


















