کابل ټکی کام (يکشنبه، ۱۹ لړم، ۱۳۹۸ل)
افغانستان کې د رڼو او شفافو ټاکنو د څار بنسټ ‘تیفا’ د خبرپاڼې په خپرولو سره، د کمېسیون له لوري د څه باندې اته زره محلونو د رایو بيا شمېرنه د قانون خلاف کړنه بللې ده.
خبرپاڼه کې انديښنه ښودل شوې، چې د اسې رايو ته اعتبار ورکول چې بايوميټريک معلومات نه لري، د ټاکنیزو ټيمونو له لوري د پایلو نه منلو ته زمینه برابروي او ويره ده چې د ۲۰۱۴م کال انتخاباتي بحران بیا تکرار شي.
‘ټیفا’ د ټاکنو له کمېسیون څخه غوښتنه کړې چې له تصویب شویو قوانینو او لایحو سره سم خپل کارونه مخته يوسي، او د ټاکنو روڼتيا او شفافيت تضمين کړي.
دیادونې وړ ده چې د “ثبات او همپالنېې’، ‘امنیت او عدالت’ او د ‘سولې او اسلامي عدالت’ ټاکنیزو ټيمونو وار دمخه د رایو له بیا ځلې شمېرنې سره پریکون اعلان کړی او یاده پروسه یې غیر قانوني بللې ده.


















