غورځنګ
په افغانستان باندې د طالبانو واکمني که هر ډول توجيه کېږي يا هم خلک هر څه وايي خو د افغانانو لپاره ښه وه او د دې قابليت او استعداد يې درلودلو چې افغانان سره متحد کړي او په يوه ټغر يې کېنوي، عزت يې خوندي کړي، عفت يې وساتي، افغاني غرور پر ځای کړي، له روسانو سره يې افغانانو ته په لاس ورکړه.
خو دا چې د تل لپاره صليبيان پر مسلمانانو باندې اسلامي واکمني نه غواړي نو په همدې بنياد د امریکا د هغه وخت واکمن جورج واکر بوش طالبانو ته خبرداری ورکړ چې څو کارونه بايد د امريکا په خوښه وکړي، يو دا چې اسامه بن لادن امریکا ته وسپاري، دويم دا چې طالبانو دې په خپل نظام کې سيکولر يا هغه طبقې خلکو ته چې د امريکا ګټو ته ژمن وي؛ په خپل نظام کې برخه ورکړي. دريم دا چې طالبان دې د ښځو حقوقو ته ژمن واوسي.
طالبانو که هر څومره سپينې سپينې ورته وويلې او څومره يې چې وس رسېده هغومره يې معقولې خبرې ورته وکړې، خو د امريکا ولسمشر بش واکر د طالبانو خبرې بابېزه وګڼلې او پر افغانستان باندې بريد يې حتمي وباله.
هماغه وو چې په ۲۰۰۱ ميلادي کال يې پر افغانستان باندې د پاکستان له لارې حمله وکړه.
بش چې په دغه وخت کې يې د غرور نشه په سر کې وه، ټولې نړۍ ته يې سور خط کش کړ او وې ويل چې که کوم هېواد له مونږ سره درېږي نو زموږ له جګړې به په امان وي او که کوم هېواد له طالبانو سره درېږي او يا هم په دغه جګړه کې غلی پاتې کېږي نو هغه به زموږ په څېر له سوپر پاور سره ښکرونه اړم کوي.
لنډه دا چې ډېری اسلامي او کفري هېوادونه يا عملاً يا هم نظراً د طالبانو په خلاف له امريکا او بش سره ودرېدل. هماغه وو چې په افغانستان باندې يې د اسلامي هېواد پاکستان له حريم څخه په ګټې اخيستې او د سعودي د تېلو په مصرف هوايي او ځمکي بريدونه پيل کړل. د بريدونو په ترڅ کې طالبان چې ډېر زيات تلفات يې هم وليدل، د افغانستان له واکه وغورځېدل.
بش هم چې کله طالبان د شاتګ په حالت کې وليدل نو ډېر ژر يې خپلې تېرې بهانې بدلې کړې او وې ويل چې له طالبانو سره جګړه د صليبي جګړو لړۍ ده او دغه جګړه بايد صليبي جګړه وبلل شي، او زما نوم هم بايد د صليبي جګړه مارانو په کتار کې وليکل شي، زما نوم بايد د اوربان، ريمانډ او فرانسيس له نومونو څخه وروسته وليکل شي. او دا هم بايد ورسره وليکل شٍي چې بوش واکر په يوويشتمه عيسوي پېړۍ کې د صليب ستر خادم وو.
خو بش په دې نه پوهېده چې پر افغانستان حمله څومره تاوان لري؟؟
يو وخت برتانويانو او روسانو هم دا فکرونه او سوچونه کول چې افغانستان به ونيسو او بيا به خپله پوځي اډه ترې جوړه کړو، مګر امريکا او بش په خپله د دې شاهدان دي چې روسان او برتانويان په کوم حالت له افغانستان څخه ووتل؟؟ او کوم تړون چې د ناټو پر ضد تر سره شوی وو او وارسا نومېده، په کوم ځای کې دړې وړې شو او اوس روسان په کوم حالت کې قرار لري؟
خو بش د چا خبرې نه اورېدې بلکې خپل غرور اخيستی و او د زور او طاقت په نشه کې ډوب و.
خو اوس چې دا دی په امريکا کې تقريباً په دې وروستيو کې ورځ تر بلې بدامني زياتېږي، نو امريکايي چارواکي هم په وېره کې دي، چې امريکا به اخر کوم حالت ته ځي؟؟
او څه به ورپېښېږي؟؟
امريکا د بش د غلطو پرېکړو له امله د ټولې اسلامي نړۍ دښمني په غاړه واخيسته، اروپا يې هم په چل او ول کې دوکه کړه، افريقا خو يې وزبېښله، عربي نړۍ کې هم له ال صعود کورنۍ څخه پرته بل څوک خواخوږی نه لري.
امريکا چې په اسلامي نړۍ کې کومو خلکو ته د خواخوږو په نظر ګوري، که يې پيسې پرې بندې کړې نو په هماغه ساعت د امريکا په خلاف دريځ خپلوي.
تقريباً د ټرمپ د واکمنۍ له پيل څخه تر اوسه پورې هره هفته او په دې وروستيو کې خو نږدې هره ورځ د امریکا په هر ايالات کې په هر يوه کلب باندې بريدونه تر سره کېږي او په لسګونو کسان پکې وژل کېږي.
په همدې بنياد اوس د امريکا لوړپوړي چارواکي دې ته حيران دي چې اوس به امریکا کوم لور ته ځي؟؟
که چېرته په امريکا کې بدامني وي نو د نورې نړۍ به له امريکا سره برخورد څه وي؟؟ او که چېرته امريکا بېړنيو حالاتو ته لاړ شي نو نوره نړۍ به ورسره انساني همدردي ولري؟؟
ځکه نو په دې وروستيو کې ان هغه بوش واکر هم د امريکا بد امنۍ زياتېدو ته خفګان څرګند کړی چې امریکا تر بل هر وخت په بد حالت کې قرار لري. او تر بل هر وخت په کې زياتې نامعلومې وژنې کيږي.
نو ځکه وايو چې د صليبي جګړه مارانو په کتار کې نوم ليکونکی بوش واکر اوس د امريکا له بدامنۍ سره ټکوي!!
په پای کې به هغه پښتو متل وکړو چې وای مه کوه په چا چې وبه شي په تا.


















