پاکستان: پنجاب کې پر امنيتي ځواکونو بريد شوی

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۰ لړم، ۱۳۹۸ل)
د پاکستان په پنجاب ایالت کې د امنیتي ځواکونو په یو موټر وسلوال برید شوی چې په پايله کې يې څلور پوليس او يو خبريال وژل شوي.
د پنجاب ايالت د پولیسو د ویاند په وينا چې دا برید د “راجنپور” په سیمه کې شوی دی.
ویاند ویلي دي چې د برید په تړاو څيړنې پېل شوي دي.
د ځايي پوليسو په خبره برید کوونکو د “راجنپور” په سیمه کې د امنیتي ځواکونو په موټريز کاروان برید کړی دی.
د برید مسئولیت تر اوسه پورې کومې وسلوالې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.



