هانګ کانګ: پولیسو په مظاهره کونکو ډزې کړي

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۰ لړم، ۱۳۹۸ل)
تیره اونۍ په “هانګ کانګ” کې د یوه ځوان محصل تر وژل کيدو وروسته د حکومت ضد زورورو مظاهرو نوې لړۍ پيل شوه.
د حکومت ضد مظاهرو په لړ کې نن یو ځل بیا یو لاريون کونکی د پولیسو له خوا په ډزو ویشتل شوی دی.
د “هانګ کانګ” د روغتیایي چارواکو په خبره د نوموړي ځوان روغتیایي وضعيت د اندیښنې وړ دی.
د روان کال دجون په میاشت کې د حکومت ضد لاريونونو له پیله دا دریم ځل دی چې پوليس په لاريون والو مخامخ ډزې کوي.
لاريون کونکي په هانګ کانګ کې د “چين” د په مخ ډیریدونکي نفوذ په وړاندې لاريونونه کوي.



