ګلبدین حکمتیار: د ولسمشریزو ټاکنو ۴۴ سلنه رایې تقلبي دي

کابل ټکى کام (دوشنبه، ۲۰ لړم ، ١٣٩٨ل)

د حزب اسلامي مشر او ولسشمریزو ټاکنو ته نوماند ګلبدین حکمتیار وایي چې د ولسمشریزو ټاکنو۴۴ سلنه رایې غېر بایومیټرک شوي رایې دي چې هیچاته دمنلو نه دي.

حکمتیار داڅرګندونې نن سهار په یوه خبري کانفرانس کې کړي. د ده په خبره، که د ټاکنو کمیسیون ۴۴ سلنه رایې چې تقلبي دي، باطلې حساب کړي نو د انتخاباتو د رایو شمېر به ۱،۵ میلیونه ته ورسي چې د ټاکنو قانون له مخې به ټاکنې دویم پړاو ته لاړې شي.

حکمتیار د تقلبې رایو پړه پر حاکم ټیم ور اچولې، دده په وینا په ۲۴۰۰ ټاکنیزو محلونو کې د بایومیټریک سیستم غلا شوي او یا نه دې ورسېدلې، هلته باید ټاکنې بیا تر سره شي.

حکمتیار رسنیو ته ویلي چې په ټاکنو کې ۸۰ سلنه رایې د دولت جوړونکي ټيم لخوا په تقلبي ډول ګډې شوي چې ددغو رایو مسئول د حاکم ټیم مشر محمد اشرف غني دی.

د حکمتیار په وینا په ټاکنو کې ډېر تقلب شوې او د تقلب کونکو سره باید حساب وشي چې ددې لپاره باید د نوماندانو په خوښه یو قضائي هېئت وټاکل شي، ځکه لویه څارنوالې حق نه لرې چې دې موضوع کې لاسوهنه وکړي.

حکمتیار په مرکز او ولایاتو کې د امنیتي ځواکونو پر مشرانو تور لګولی چې د ټاکنو په ورځ يې د دولت جوړونکې ټيم په ګټه کار کړی.

حکمتیار روان کړکېچ ته په کتو ویلي، اړینه ده چې اوس یو موقت حکومت رامنځته شي او وروسته بیا د همدغه حکومت په رهبرۍ کې دویم دور ټاکنې وشي.

مربوطه مطالب

Back to top button