ان بي سي نيوز: امريکايي چارواکي د ځواکونو وتلو يا پاتې کيدو په اړه ثابت دريځ نه لري

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸ لړم ۲۱، سه شنبه)
امريکايي ان بي سي نيوز خبري شبکې په یوه تازه راپور کې ويلي، چې امريکايي چارواکي د ځواکونو د ايستلو په تړاو په یوه دريځ ثابت نه دي.
راپور زياتوي، آن د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم په افغانستان، عراق او سوريه کې د ځواکونو د ايستلو یا پاتې کيدو اړوند ضد او نقيض څرګندونې کړي دي.
ان بي سي نيوز د ولسشمر ټرمپ هغه وينا راخيستې چې ويلي و چې له سوريې به خپل ټول ځواکونه اوباسي خو زياتوي هلته يې د خپلې خبرې ضد سلګونه عسکر پاتې کړل څو د تيلو پر زخيرو څارنه وکړي.
دغه راز ټرمپ د افغانستان په اړه هم ويلي و چې نور بايد له دغه هیواده امريکايي عسکر ستانه کړای شي خو په وينا يې نور امریکايي چارواکي بيا د ټرمپ د خبرې پر خلاف څرګندونې کوي چې وايي، افغانستان کې يې ماموريت پای ته نه دی رسيدلی او ښايي افغانستان کې تر نامعلوم وخته پاتې شي.
دا په داسې حال کې ده، چې تيره ورځ د امریکا لوی درستيز ويلي و چې ښايي تر څو نورو کلونو يې ځواکونه په افغانستان کې پاتې شي.
دغه راز د ان بي سي راپور کې راغلي، چې هيڅوک په دې نه پوهيږي چې اوس مهال افغانستان کې څومره امريکايي عسکر ديره دي او زياتوي چې د امريکا دفاع وزارت هم په دې اړه رسنيو ته معلومات نه ورکوي.



