پکتیا: په اریوب ځاځیو ولسوالۍ کې د هوایي برید له امله د یوې کورنۍ اووه غړي وژل سوي

کابل ټکى کام (دوشنبه، ۲۰ لړم ، ١٣٩٨ل)

په ملکي کورونو او موټرو د ړندو بمباریو پر دوام یو ځل بیا دپکتیا په اریوب ځاځیو ولسوالۍ کې دهوایي برید له امله د یوې کورنۍ اووه غړو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د اریوب ځاځیو ولسوالۍ د علي سنګیو سیمې قومي مشر انور صدیقي وایي چې نن ماښام شپږ بجې د بهرنیو ځواکونو بې پیلوټه الوتکې علي سنګیو سیمه کې یو سراچه موټر په نښه کړی چې له امله یې د ښځو او ماشومانو په ګډون یې د یوې کورنۍ اووه غړي وژل شوي دي.

صدیقي وایي په وژل شویو کې درې ښځې دوه ماشومان او دوه سړي شامل دي.

د پکتیا امنیه قومانداني سیمه کې هوایي برید تاییدوي او وایي چې د مرګ ژوبلې په اړه کره مالومات په لاس کې نه لري.

یاده دې وي، دوه ورځ وړاندې لغمان ولایت کې دبهرنیو ځواکونو له لوري د ملکي وګړو په موټرو اور اچونکي مواد شیندل شوي وو چې موټر په بشپړه توګه ویجاړ او سپارلیو ته هم پکې مرګ ژوبله اوښتې وه.

مربوطه مطالب

Back to top button