طالبان: امریکا او د کابل اداره دداعش ملاتړ او هغوی ته پناه ورکوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸ لړم ۲۳، پنجشنبه)

طالبانو په وروستيو کې په ننګرهار او کنړ کې د داعش وسله والو پرضد خپل عملیات پراخ کړي چې تر دې دمه يې زياتې سيمې د هغوی له شتون پاکې کړي او لا هم وخت ناوخت د داعش وسله والو مرکزونه د طالبانو تر بريدونو لاندې راځي.

ويسا ورځپاڼې ته د طالبانو نږدې سرچینې ويلي، چې د طالبانو درېيمه برخه جنګيالي په کنړ او ننګرهار کې داعش وسله والو سره په جګړه بوخت دي زياتوي په دغه ډله کې د طالبانو د سرې قطعې جنګيالي هم شتون لري چې په ځانګړو وسلو او جنګي تکتيک سمبال دي.

طالبان وايي، د پخوا په څير يو ځل بیا د کابل ادارې د استخباراتي ارګانونو له خوا داعشي وسله والو ته په ننګرهار  کې د نجات ورکولو لړۍ روانه ده.

د افغانستان د دفاع وزارت ادعا کوي، چې له تيرو دوو ورځو راهيسې په ننګرهار کې ۱۶۶ داعشیان او د هغوی کورنۍ دولتي ځواکونو تسلیم شوي ادعا کوي چې: “د داعش وسله والې ډلې پر ضد نظامي فشارونه زیات شوي نو ځکه د داعش غړي بې له تسلمېدو بله لار نه لري”.

خو طالبانو بيا د داعش پرضد د حکومتي چارواکو ادعا درواغ بللې په وینا يې، دولتي ځواکونه او استخبارات هغه داعش وسله والو سره همکاري او پناه ورکوي چې د طالبانو تر کلابندۍ لاندې وي، د اسير کيدو یا مرګ ګواښ سره مخ وي.

طالب وياند ذبیح الله مجاهد وايي: ” د هیواد په شرق کې د داعش په ضد د اسلامي امارت د پریکنده عملیاتو او د هغو له شکست څخه وروسته په دا څو ورځو کې له ۳۰۰ زیاتو داعشيانو د کابل ادارې ته پنا ور وړې ده”.

د ننګرهار د خوګیاڼو اولسوالۍ یو تن اوسيدونکی شامير وايي، طالبانو د شيرزادو، خوګياڼو او اګام ولسواليو داعش وسله وال په شاه کړي او دا مهال د اچین او مامندرې په ولسواليو کې د دواړو غاړو جنګي لومړۍ کرښې پرتې دي.

نوموړی زياتوي، له سیمې څخه د داعشي وسله والو ايستلو سره سلګونه کورنۍ بيرته خپلو کليو او بانډو ته ستانه شوي او خپل عادي ژوند يې پيل کړی دی.

تر دې مخکې د جوزجان په درزاب ولسوالۍ کې هم کله چې داعش وسله والو د طالبانو تر بریدونو او کلابندۍ لاندې راغلل نو په ځانګړو چورلکو کې امن سيمو ته و ايستل شول چې حکومت بيا ورته د یادو وسله والو د تسلميدو نوم ورکړ.

د طالبانو په اعلاميه کې راغلي، له دغې همکارۍ او همدردۍ څخه څرګنديږي چې د داعشي فتنې تر شا د کابل ادارې او په لویه کې د امریکايي اشغالګرو لاس دی او غواړي په سیمه کې يې د یوه تهديد په ډول وساتي او خپله ګټه ترې واخلي.

مربوطه مطالب

Back to top button