فارياب: طالبانو دوه پوځي مرکزونه او اته پوستې نيولي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸ لړم ۲۳، پنجشنبه)
د فارياب ولايت په پشتونکوټ ولسوالۍ د طالبانو او دولتي ځواکونو تر منځ نښتې شوي چې طالبان پکې د پرمختګ ادعاوې کوي.
پرون د پژواک خبري اژانس د سیمه ييزو سرچينو له قوله خبر ورکړی و چې طالبانو د یادې ولسوالۍ مربوط د چمقاق مهه سيمه نيولې چې د مرکز ۳۰ کيلومترۍ کې موقعيت لري.
طالبانو نن د پنج شنبې په ورځ خپره کړې خبرپاڼه کې ويلي، چې تيره ورځ يې د پښتونکوټ ولسوالۍ مربوط په چقماق، سره مياشت، چقيربلان، کته قشلاق سيمو کې د دولتي ځواکونو پر مرکزونو بریدونه کړي دي.
خبرياڼه کې راغلي، د بریدونو په پايله کې په یاده سیمه کې دوه پوځي مرکزونه او اته پوستې طالبانو نيولي او عسکرو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې ده.
په سوشل ميډيا خپرو شويو ويډیويي کليپونو کې ښکاري چې طالب وسله وال په سیمه کې د دولتي ځواکونو پوستو او مرکزونو کې ګرځي.
ويل کيږي، په سیمه کې د پرتو ځواکونو قوماندان شمال چې له تيرو پنځو مياشتو راهيسې د طالبانو په کلابندۍ کې و له خپلو عسکرو سره يې سيمه خوشې کړې ده.
د فارياب چارواکي ادعا کوي چې طالبانو د شمال قوماندان او د ملګرو کورونه يې سوځولي خو طالبان دغه ادعا ردوي “داچې مزدور دښمن ادعاء کړي چې مجاهدینو د مزدوري ادارې دقومندان ( شمال) اوملګرو کورونه سوځولي هیڅ حقیقت نه لري”.
له بله پلوه په سيمه کې يوې باوري سرچينې رسنيو ته ويلي، چې د فارياب والي څو ورځې مخکې شمال قوماندان ته اخطار ورکړی و که سيمه يې پريښوده نو ميمنه کې به يې ځای ونه شي او زندان ته به وليږل شي.



