د افغانستان لپاره د برتانويانو اوږدمهالي او لنډمهالي پلانونه!!

څارګر احمدزی

کله چې پر افغانستان باندې د احمدشاه ابدالي رحمه الله د امپراطورۍ زوال پيل شو نو په دې وخت کې انګرېزانو هم د هند نيمې وچې ته د سمندر له لارې پښې را اوږدې کړې وې او د ختيځ هند د کمپنۍ تر عنوان لاندې يې د هند د يرغمل او نيولو لپاره يوه استخباراتي کمپنۍ فعاله کړه چې ظاهراً يې د تجارتي کمپنۍ نوم پرې کېښود.

خو مخکې له دې چې انګرېزان هند ونيسي په افغانستان کې ورته هر منځته راتلونکی نظام خنډ کېدلی شو.

نو له همدې امله انګرېزانو که له يوې خوا پر هندوستان د قبضې کولو هڅه کوله بل لور ته يې د افغانستان لپاره خپلې شيطاني طرحې هم جوړولې.

دغه شيطاني طرحې له هغه وخته پيل شوې کله چې شاه زمان ته د هندوستان يوه مسلمان واکمن سلطان فتح علي ټيپو يو ليک راولېږلو تر څو د احمدشاه ابدالي رحمه له لمسي څخه  انګرېزانو په خلاف مرسته او کومک وغواړي. نو له همدې امله شاه زمان له يو لک تنه لښکرو سره د لاهور په لوري وخوځېده، انګرېزان چې د شاه زمان له دې حرکت څخه خبر شول نو سمدسي يې د جان ملکم په نامه خپل سفير داېران قاجاري دربار ته ولېږه. په دې وخت کې د شاه زمان يو ميرنی ورور چې شاه محمود نومېده او هر وخت يې غوښتل چې له شاه زمان څخه واکمني خپله کړي؛ هم په قاجاري دربار کې اوسېده، نو جان ملکم ښه موقع وليدله او همدا شاه محمود چې تيار د واک تږی و، نو يې د شاه زمان په خلاف وهڅاوه او افغانستان ته يې راولېږه، تر څو خپله واکمني اعلان کړي او شاه زمان ابدالي له واکه لرې کړي.

کله چې شاه محمود کابل ته راستون شو او د خپلې پاچاهۍ اعلان يې وکړ نو شاه زمان بېرته له لاهور څخه له خپل لوی لښکر سره راستون شو. په دې وخت کې انګرېزانو ايله د ارام ساه واخيسته.

لنډه دا چې له همدې وخته د انګرېزانو دوه شيطان صفته د استخباراتي ادارې ستر واکمنان سره کېناستل، دغه انګرېزان چې يو يې لارډ مارينګټن نومېده او د برتانوي هند له لوري د بنګال واکمن ؤ. او بل جان ملکم  د برتانوي هند له لوري په اېران کې سفير ؤ، دغه دواړه د يوه داسې پلان لپاره لاس په کار شول چې په ترڅ کې يې بايد افغانستان له هر لوري د انګرېزانو تر چتر او نظر لاندې وي.

دغو دوو لوړپوړو چارواکو د افغانستان لپاره دوه پلانونه طرحه کړل، چې يو يې د افغانستان لپاره لنډمهاله پلان ؤ او بل يې اوږدمهالی پلان ؤ.

په لنډ مهالي پلان کې دا شامل وو چې د  افغانستان د واک دعوه داران په خپلو کې سره وجنګوي او هر يوه ته ووايي چې واکمني له تا سره ښايي. دغه شان د انګرېزانو په دې پلان کې دا هم شامل وو چې د په هر صورت بايد د دوو لويو کورنيو سدوزيو او محمدزيو تر منځ د واک پر سره اختلافات رامنځته شي. له همدې امله شاه محمود په يوه بې هوده بهانه د سردار پائينده محمد خان زوی وزير فتح خان بارکزی يا محمدزی په ډېره بې رحمۍ وواژه، په دې سره د انګرېزانو دغه پلان په خورا کاميابۍ سره پر مخ ولاړ.

د انګرېزانو دويم پلان اوږدمهالی پلان ؤ چې هغه په ډېره حوصله باندې انګرېزانو لومړی د افغانستان اوضاع وڅارله او بيا يې د خلکو څېړنه پيل کړه او دا يې ځانته څرګنده کړه چې کوم ډول خلک په ائنده کې د انګرېزانو تر چتر لاندې ژوند تېرولی شي چې په راتلونکي کې به د انګرېزانو له لوري واک ورسپارل کېږي او انګرېزانو ته به کار کوي.

کله چې امير دوست محمد خان پاچا شو نو په دې وخت کې سمدستي د انګرېزانو په لمسون رنجيت سنګ په پېښور او نورو سیمو حمله وکړه، امير دوست محمد خان هم له ۶۰۰۰۰ زره کسيز لښکر سره د پېښور په لوري راوخوځېده، خو انګرېزانو هارلان نومي ماهر جاسوس ته دنده وسپارله تر څو د امير دوست محمد خان په لښکرو کې بې اتفاقي واچوي او دغه لوی لښکر سره ووېشي تر څو رنجيت سنګ بری تر لاسه کړي.

هماغه وو چې د افغانانو له لښکر څخه يې د امير دوست محمد خان ورور سلطان محمد خان له لس زره باجوړي سرتېرو سره بېل کړ او د پېښور د واک ورکولو عهده يې ورکړه.

انګرېزانو د اوږدمهالي پلان د تطبيق لپاره همدا سلطان محمد خان له کورنۍ سره د هندوستان کلکتې سيمې ته ولېږداوه، هلته يې نوموړی له خپلې کورنۍ سره نظر بند ساته، تر دې چې کله امير محمد يعقوب خان واک ته رسېږي نو د سلطان محمد خان زوی سردار يحيی خان چې په کلکته کې د انګرېزانو په لاس روزل شوی ؤ؟ امير محمد يعقوب خان دې ته مجبور کړ چې د ګندومګ په نامه تړون لاسليک کړي چې په دغه تړون کې له افغانستان څخه د کوزې پښتونخوا زياتره سيمې بېلې ښودل شوې وې. يعنې د انګرېزانو په ګټه يې دغه تړون لاسليک کړ.

له ده وروسته بيا کله چې امان الله خان د انګرېزانو يو بل ګوډاګی د افغان غيور ملت له لوري له هېواده شړل کېږي، ن انګرېزان يو خپل بل کس رامخې ته کوي چې امير حبيب الله کلکاني نومېږي. کله چې امير حبيب الله کلکاني د انګرېزانو ګټې نشوای تضمين کولی نو يې د هماغه سلطان محمد خان له کورنۍ څخه يو بل شخص چې سردار نادر خان نومېده؛ راولېږه. او واک ته يې ورساؤه.

نو دا د انګرېزانو له لوري دوه هغه پلانونه وو چې په ترڅ کې يې افغانستان په وروستيو کلونو کې په باندنيو او داخلي چارو کې تر خپل نظارت لاندې راوستلی ؤ.

مربوطه مطالب

Back to top button