ايراني مذهبي مشر له ۳۵۰۰ ډېرو بنديانو د ازادولو امر کړی

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲۳ لړم، ۱۳۹۸ل)
ایراني مذهبي مشر “ایت الله علي خامنه اي” د ۳۵۰۰ هغو بنديانود خوشې کولو امر کړی دی.
د يادو زندانیانو له جملې څخه ۳۲ يې ټولنیز فعالان، محصلین او خبریالان دي، چې د ايران د دولت په ضد دتبليغاتو له امله نيول شوي وو.
د ایران قضایي چارواکو رسنيو ته ویلي چې ياد کسان دمیلاد نبي ‘صلی الله عليه وسلم” د درناوي لپاره خوشې شوي دي.
د راپورونو له مخې د دغو بنديانو د خوشې کولو غوښتنه د ایران د قضایي شوری مشر “ایت الله ابراهیم” کړې وه.
د ايت الله خامنه اي په امر سږکال دفرورۍ په میاشت کې هم له ۵۰ زرو څخه ډیر بنديان د ایران د اسلامي انقلاب د څلویښت تمې کليزې په مناسبت خوشي شوي وو.



