د روسیې ولسمشر وایي؛ ډونالډټرمپ سره دلیدلو هیڅ پلان نه لري

کابل ټکى کام (جمعه، ۲۴ لړم ، ١٣٩٨ل)

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وايي، له خپل امریکایي سیال ډونالد ټرمپ سره د لیدو هېڅ کوم پلان نه لري، خو هیله مند دی چې د امریکا ولسمشر پر فاشیزم د بري کلیزې په مناسبت راتلونکی کال مسکو ته سفر وکړي.

پوتین په یوه خبري غونډه کې د فاشیزم پرضد د امریکا ونډه د پام وړ بللې او ویلي یې دي چې د مې نهمې بریا د نمانځنې په مناسبت غونډه کې د ټرمپ ګډون مناسب کار دی.

پوتین په داسې حال کې ټرمپ ته د مسکو د سفر بلنه ورکوي چې له روسیې سره د امریکا او د هغه د متحدانو اړیکې د اوکراین او سوریې د کړکېچونو او یو لړ نورو مسایلو له کبله ترینګلې دي.

ولسمشر ټرمپ تېره اونۍ وویل چې پر فاشیزم د بریا د کلیزې په مراسمو کې د ګډون لپاره د پوتین د بلنې په اړه غور کوي، خو ده زیاته کړه چې دا مناسبت له یو مهم سیاسي فصل سره هم مهاله دی او ځکه ډاډه نه دی چې ګډون به په کې وکړي.

ټرمپ په دې وروستیو کې دهیواد په داخل او خارج کې له ننګؤنو سره مخ دی، ټرمپ په خپله موده کې له شمالي کوریا، ایران، ترکیې اوروسیې سره دامریکا اړیکې کړکېچنې کړي نو ځکه یو شمېر امریکایي سیاسیون هم د نوموړي پالیسي ناکامه بللې.

مربوطه مطالب

Back to top button