کابل ټکى کام (جمعه، ۲۴ لړم ، ١٣٩٨ل)
پاکستان کې د مولانافضل الرحمن په مشرۍ د حکومت مخالفه زرگونو لاریون کوونکو لویې لارې بندې کړي، او دلومړي وزیر استعفا غواړي.
دا لاریون کونکي غواړي چې ددې هېواد صدراعظم عمران خان له دندې نه استعفي ورکړي خو دغه لاریون کوونکي په خپل هدف ترلاسه کولو کې تر اوسه پاتې راغلي دي.
د پاکستان د جمعیت علماء اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمان خپلو پلویانو ته ویلي و چې که عمران خان په یوې اونۍ کې استعفی ور نه کړه نو د چهارشنبې په ورځ به ددې هېواد ټولې لویې لارې بندې کړي.
فضل الرحمان په عمران خان تور لګوي چې په ټاکنو کې یې درغلي کړې ده او پاکستان یې له اقتصادي ستونزو سره مخامخ کړی دی.
خو عمران خان دغه ټول تورونه ردوي، دوی سره دمذاکراتو په پیل ټینګار کوي، او له خپلې دندې استعفا دپاکستاني ولس د حق ضیاع بولي.


















