د تخار د ورسج ولسوالۍ امنیه قومندان په یو برید کې وژل شوی دی

کابل ټکى کام (جمعه، ۲۴ لړم ، ١٣٩٨ل)

د تخار ولایت د ورسج ولسوالۍ امنیه قوماندان محمد افضل له خپلو درېیو ساتونکو سره د بغلان ولایت په خوست ولسوالۍ کې وژل شوی دی.

د بغلان ولایت امنیه قوماندان مل پاسوال ویس احمد صميمي وویل چې محمد افضل او د هغه درې ساتونکي نن له غرمې مخکې شاوخوا لس بجې د بغلان د خوست ولسوالۍ په پلفي کوتل کې په یو کمین کې وژل شوي دي.

وسلوالو طالبانو دبرید مسئولیت منلی، د یاد امنیه قومندان او یوشمېر ساتونکو د وژلو ترڅنګ یې د ځینې مهماتو نیولو ادعا هم کړې ده.

مجاهد په خپر ټوېټر لیکلي،《‏نن سهار د بغلان ولایت جلګې ولسوالۍ اړوند پلفي کوتل سیمه کې د تخار ولایت ورسج ولسوالۍ امنیه قومندان (باباافضل) له ۳ ساتونکو سره د کمین په برید کې ووژل شو او د خپلو شومو اعمالو په سزا ورسید.

مجاهد زیاته کړې، له دوی څخه یو میل پیکا، ۳ میله کلاشینکوف نیول شوي او د سپرلۍ رینجر یې ویجاړ شوی دی》.

مربوطه مطالب

Back to top button