یکشنبه, اپریل 19, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home خبرونه افغانستان

داعش جنګیالي ولې دولت ته تسلیمیږي؟!

احسان تکل نشرونکی: احسان تکل
نوومبر 15, 2019
کټګوریانې: افغانستان, مقالې, مهم
0
11
ځلې شریک شوی
133
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

عبدالرحیم (ثاقب) لیکوال او سیاسي شنوونکی

له څو ورځو راهیسي په ننګرهار او کونړ کې د طالبانو د پوځي عملیاتو د تشدید له امله تر دری سوه زیات داعش جنګیالي دولتي ځواکونو ته تسلیم شوي.

دا هم ولولئ

هرمز تنګي کې هندي کښتۍ هدف ګرځېدلې

د سوډان جګړه؛ په خرطوم کې هوایي برید لسګونه کسان وژلي

برېښنا شرکت: د عسقلان – دشت ارچي د ۲۲۰ کیلوولټ برېښنا مزي غځولو پروژه پیل شوه

له یادو مسلسلو تسلیميو څخه داسې ښکاري چې نور هغوی جنګي مورال بایللی او له طالبانو سره یې د مقاومت فکر له سره ایستلی وی.

کنه داعش جنګیالي په جګړه کې په دې مشهور دي چې د ژوند تر وروستۍ شیبې پوري تسلیمي ته ځان نه ورکوي.

داعش ماتوونکي طالبان

په ۲۰۱۴ کې د اسلامي دولت تنظیم تر تأسیس وروسته د طالبانو مشر تابه د یوه رسمي لیک په وسیله د داعش له مشر ابوبکر البغدادي نه وغوښتل چې افغانستان ته د خپلو جنګیالو له رالیږلو او دلته له فعالیت کولو څخه خود داري وکړي.

طالبانو هغه مهال دا لیک ورولیږه چې کله داعش د خراسان لپاره حافظ سعید خان د ولایت د امیر په حیث وټاکه.

که څه هم چې هغه مهال د اسلامي دولت تنظیم (داعش) په رسمي ډول د طالبانو د لیک په ځواب کې څه و نه ویل ، مګر د دې ډلې د هغه وخت ویاند ابو محمد العدناني د خراسان لپاره د ټاکل شوي والي حافظ سعیدخان د ټاکنې د اعلان په مهال د خراسان (افغانستان) له خلګو وغوښتل چې د امریکایانو او د دوي په وینا د شرک او ارتداد ځواکونو خلاف داسې پاڅون وکړي لکه چې د پخوانیو انګریزانو او شورویانو په خلاف چې یې کړی و.

سره له دې چې داعش د خپل تأسیس په پیل کې ډیر ځواکمن او له عراق ، سوریې ، یمن ، لیبیا او صومالیا نیولې تر افریقا پوري یې د القاعده په شمول ټولې سیالې ډلې مغلوبې کړي خو طالبانو یې په افغانستان کې په داسې حال کې مخه ډب کړه چې هغوی په عین حال کې له امریکايي او ناټو ځواکونو سره په څو جبهو کې په جګړه مصروف وو.

په افغانستان کې د داعش ځای پرځای کیدل

داعش جنګیالي له پیله د یوه پلان له مخې د افغانستان په ختیځ، شمال ، جنوب لویدیځ (غورولایت ) او مرکزي ولایت زابل کې متمرکزشول.

هغوی ځکه د خپل تمرکز لپاره دا نقطې غوره کړې چې وکولای شي په اسانې سره د افغانستان له پولونه ګاونډیوهیوادونو ته خپل فعالیتونه صادرکړي.

خو د ۲۰۱۵ کال د نومبر په ۱۰مه د هیواد په مرکز زابل ولایت – خاک افغان ولسوالۍ کې د دې ډلې په خلاف د طالبانو لومړني کاري عملیات د دې لامل شول چې په مرکزي افغانستان کې یې د داعش د ځاي پرځای کیدو امکانات ناشوني کړل.

په زابل کې تر درنې ماتې وروسته هغوی په ختیځ سربیره شمال ته مخه کړه ، خو په شمال کې یې طالبانو د نفوذ د مخنیوي لپاره داسې ستراتيژیک پلان طرح کړ چې که د کابل د دفاع وزارت پوځي الوتکو د طالبانو له محاصرې نه وای ژغورلي نو اوس به یې ټول شمال او د هغه ګاونډ له ګواښه بیغمه و.

د ۲۰۱۷کال په نومبر او دسمبر کې یې چې کله د سوریې په رقه اود عراق په موصل ښارونو کې ماتې وخوړه ډیری بهرني جنګیالي یې د افغانستان شمال په تیره د جوزجان ولایت د درزآب ستراتیژیکې ولسوالۍ ته را منتقل کړل شول.

د سیمې د اوسیدونکو او عیني شاهدانو په خبره چې په یادو جنګیالو کې د فرانسې، الجزایر، منځنۍ آسیا او ځینو اروپايي هیوادونو اتباع هم شامل وو.

دا چې دا جنګیالي څه ډول او د چا په وسیله د شمال جوزجان درزاب ته راورسول شول هغه معمی ده چې تر اوسه چاورته حل نه دی موندلی.

په افغانستان کې میشت داعشیان

د ترلاسه شویو معلوماتو پراساس په افغانستان کې د داعش دری ډوله جنګیالي میشت دي:

لومړی: د منځنۍ آسیا او شرقي ترکستان اتباع، چې په هغوی کې ازبکان، تاجکان، قیرغیزیان، چیچن او ایغوریان شامل دي.

دوهم: د ګوتو په شمیرعرب، اویا عربی الاصله اروپایان.

دریم : د قبائلي سیمو پاکستانیان او د ایران یو محدود شمیر بلوڅان.

په دې دریو واړو ګټګوریو کې یې تر ټولو زیات شمیر ازبکان، د منځنۍ آسیا هیوادونو اتباع او د شرقي ترکستان ایغوریان دی چې تر ټولو سخت زړي جنګیالي یې هم همدادي.

اوزبکان او د منځنۍ آسیا نور جنګیالي چې په افغانستان کې د داعش ستون فقرات تشکیلوي د طالبانو د حاکمیت په مهال د طاهر یولداش تر مشري لاندې د طالبانو په لیکوکې جنګیدل.

په ۲۰۰۹ کې د طاهر یولداش تر وژنې وروسته د ازبکستان اسلامي حرکت ګوند منشعب او افراد یې په بیلابیلو ډلګیو وویشل شول.

د داعش په راپیداکیدو سره تر ټولوزیات همدا د ازبکستان د اسلامي حرکت جنګیالي وو چې له داعش سره یوځای شول. عبدالعزیز د طاهر یولداش زوی هم له داعش سره د یوځای شویو کسانو په ډله کې و چې وروسته د طالبانو لخوا اسیر کړل شو.

دغه جنګیالي ټول تنکي زلموټي دي چې په سختو جنګي شرائطو کې زیږیدلي ، لوی شوي او په خونړیو جګړو روږدي شوي دي.

هغوی له طالبانو څخه ځکه داعش ته لاره بدله کړه چې طالبان د خپلو افرادو د فعالیتونو د کنټرول لپاره سرسختانه مقررات لري.

اما دا جنګیالي چې ټول عمر یې په جګړه کې تیرشوی غواړي چې د یوه بي مسؤلیته ژوند تیرولو لپاره داسې ځای ځانته غوره کړي چې هلته له هرډول قید او بسته خلاص وي.

ګاونډیو هیوادونو ته د داعش د صدور مرحله

لکه څرنګه چې له عراق او سوريي څخه افغانستان ته په نامعلوم ډول د داعش فرانسوي، الجزائرې او نور بهرني اتباع را وارد شول ، اوس په هماغه ډول له افغانستان څخه د هغه شمالي او جنوبي ګاونډ ته د هماغو نامعلومو جهتونو لخوا د یادو جنګیالیو د صادرولو مرحله پیل شوې ده.

دا مرحله ځکه پیل شوې چې د داعش په خلاف د طالبانو پوځي عملیات ګړندي شوي چې یواځي په تیرو دوو اوونیو کې په ننګرهار او کونړ کې ډیری سیمې د هغوی له ولکې وتلې او تر دری سوه زیاتې داعشي کورنۍ د طالبانو په لاس د وژل کیدو او اسارت له ډاره په دولتي ځواکونو ته تسلیم شوې دي.

د ننګرهار د والي د څرګندونو له مخې په تسلیم شویو داعشیانو کې د بهرنیو هیوادونو اتباع هم شتون لري.

همدا راز له رسنیو سره د دغو تسلیم شویو داعشیانو د څرګندونو له مخې د هغوی له پنځو سوو تر زرو کسانو پوري د کونړ- نورستان له لارې شمال ته تللي دي چې له هغه ځایه منځنۍ آسیاته د رسیدو تابیا لري.

داعشي وسله وال ولي دولت ته تسلیمیږي؟!

دا پوښتنه د هرچا په ذهن کې ورتیریږي چې داعش جنګیالي ولي له طالبانو سره د مقابلې په مهال دولت ته تسلیمیږي؟

سره له دې چې طالبان له بندیانو سره په ښه سلوک شهرت لري او بیا ښايي له هغو داعشي کورنیو سره چې معصوم ماشامان او تور سرې ورسره شتون ولري تر نورو بندیانو هم استثنايي مثبت سلوک ولري.

مګر دا چې دوی بیاهم د تسلیمي لپاره د طالبانو په ځای دولتي جهت ته ترجیح ورکوي ښايي لامل یې دوې خبرې وي:

لومړي دا چې د هغوی تسلیمي د یوه ورکړل شوي پلان له مخې وي او په دې پلان کې دوی ته ویل شوي وي چې تاسو د خپل بعدي فعالیت د اتمام لپاره دولت ته تسلیم شئ ؛ ځکه له دولت سره تر یوځای کیدو وروسته هغوی ته له خپلو ټولو ترسره کړیو جنایاتو څخه برائت ورکول کیږي او د دولت تر حمایت لاندې د فعالیت زمینه ورته میسره کیږي.

دوهم دا چې که طالبانو ته تسلیم شي هغوی یې اصلي هویت افشاء کوي او د پلان ورکوونکو او تمویلوونکو لوریو حقیقت یې راسربیره کوي ، مګر دولتي ځواکونه یې د هویت د پټ ساتلو ترڅنګ خپل مسیراو هدف ته په رسولو کې د هغوی تمویل، تجهیز او انتقال هم کوي.

پر افغان تاجک پوله د داعش اوښتلو خونړۍ پیښه

د روان کال د نومبر په پنځمه نیټه د افغانستان / تاجکستان په پوله د شلو تنو داعشیانو وسله وال برید له افغانستان څخه تاجکستان ته د دې ډلې د لومړۍ وسله والې جوپې د لیږد لومړنۍ پیښه ده چې د تاجیک امنیتي چارواکو په متقابل برید کې یې ۱۵ تنه وژل شوي او ۵ تنه نور ژوندي نیول شوي دي.

د روان کال د اکتوبر په ۲۶مه نیټه د داعش ډلې د مشر ابوبکر البغدادي په وژنې سره د یادې ډلې جنګیالیو مورال بایللی او نور په همدې بایللي مورال په افغانستان کې د طالبانو د مقابلې توان نه لري.

نو د دې لپاره چې له یوې خوا د طالبانو په تصفیوي عملیاتو کې له وژل کیدو څخه وژغورل شي او له بلې خوا
د دوی اصلي هدف ماوراء النهر( منځنۍ آسیا) چین او یاهم ایراني پولو ته یې د انتقال عملیه آسانه شي خپل ځان دولتي ځواکونو ته سپاري چې د هغوی له دولتي امکاناتو او پوځي الوتکو څخه په استفادې سره په آساني سره خپل منزل مقصود ته ورسیږي.

طالبان هم په دې خوښ دی چې داعشي جنګیالي له افغانستانه ووځي ؛ ځکه هغوي سږ کال د الفتح عملیاتو ډیر وخت او امکانات له داعش څخه د ننګرهار او کونړ تصفیوي عملیاتو ته ځانګړي کړي و ، چې په دې سره یې د بهرنیو ځواکونو خلاف پوځي فعالیت ډیر متاثر شوی دی.

که څه هم چې طالبانو د داعش خلاف د تصفیوي عملیاتو پلان په داسې ډول طرح کړی و چې دا مزاحمتي ځواک په افغانستان کې په داسې طریقه ختم کړي چې هم یې افغانان او هم یې د هغوی ګاونډیان له راتلونکي خطره وژغورل شي.

مګر ګاونډي هیوادونه د دې په ځای چې د خپل مصلحت په خاطر د طالبانو د اقدام حمایت وکړي ، د هغه حکومت له سیاستونو دفاع کوم چې داعشي جنګیالو ته د دوي تر پولو پوري د رسیدو تسهیلات برابروي.

هماغه ده چې طالبان هم غواړي خپل هیواد له داعشه تصفیه او نور په دې کار نه لري چې را وارد شوي داعشیان څه ډول او له کومو لارو څخه له افغانستانه ګاونډیو هیوادونو ته صادریږي؟

لوی ټکي: افغانستانامريکاداعشطالبان
مخکینې مطلب

پاکستان: زرګونه لاریونوالو لویې لارې تړلي او دلومړي وزیر د استعفا غوښتنه کوي

بل مطلب

د سالنګ لويه لار د بار وړونکو موټرو پر مخ وتړل شوه

ځانګړي مطالب

خبرونه

هرمز تنګي کې هندي کښتۍ هدف ګرځېدلې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
خبرونه

د سوډان جګړه؛ په خرطوم کې هوایي برید لسګونه کسان وژلي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
افغانستان

برېښنا شرکت: د عسقلان – دشت ارچي د ۲۲۰ کیلوولټ برېښنا مزي غځولو پروژه پیل شوه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
خبرونه

ولسمشر ټرمپ د ایراني ځواکونو ستاینه کړې او ولس یې هوښيار ګڼلي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
خبرونه

د ایران-امریکا شخړه؛هرمز تنګی یوځل بیا وتړل شو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026

وروستي

هرمز تنګي کې هندي کښتۍ هدف ګرځېدلې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

د سوډان جګړه؛ په خرطوم کې هوایي برید لسګونه کسان وژلي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

برېښنا شرکت: د عسقلان – دشت ارچي د ۲۲۰ کیلوولټ برېښنا مزي غځولو پروژه پیل شوه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

ولسمشر ټرمپ د ایراني ځواکونو ستاینه کړې او ولس یې هوښيار ګڼلي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

د ایران-امریکا شخړه؛هرمز تنګی یوځل بیا وتړل شو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

ننګرهار او لغمان کې د ۶۴۱ زره ډالرو په ارزښت د روغتیايي خدمتونو د پراختیا تړون لاسلیک شو

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

حشدالشعبي: د لبنان اوربند د مقاومت د بریا نښه ده

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

ننګرهار کې د ۲۸.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د پاکو اوبو شپږ شبکې جوړېږي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

افغانستان او ترکیې د آنتالیا فورم په څنډه کې د سوداګرۍ پر پراختیا او پانګونې پر زیاتوالي خبرې کړي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

امنيتي ځواکونو هلمند کې د قاچاق پر ضد عملیاتو کې زرګونه خښتې مس او طبي وسایل کشف او ضبط کړل

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • د ایران-امریکا شخړه؛هرمز تنګی یوځل بیا وتړل شو

    12 شریک شوي
    شریکول 5 Tweet 3
  • هرمز تنګي کې هندي کښتۍ هدف ګرځېدلې

    12 شریک شوي
    شریکول 5 Tweet 3
  • ميرويس عزيزي: د تخار د ۱۶۵ ميګاواټه او د بغلان د ۳۵۰ ميګاواټه برېښنا دستګاوې افغانستان ته انتقال لپاره چمتو شوي

    22 شریک شوي
    شریکول 9 Tweet 6
  • ولسمشر ټرمپ د ایراني ځواکونو ستاینه کړې او ولس یې هوښيار ګڼلي

    10 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • امنيتي ځواکونو هلمند کې د قاچاق پر ضد عملیاتو کې زرګونه خښتې مس او طبي وسایل کشف او ضبط کړل

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

هرمز تنګي کې هندي کښتۍ هدف ګرځېدلې

د سوډان جګړه؛ په خرطوم کې هوایي برید لسګونه کسان وژلي

برېښنا شرکت: د عسقلان – دشت ارچي د ۲۲۰ کیلوولټ برېښنا مزي غځولو پروژه پیل شوه

ولسمشر ټرمپ د ایراني ځواکونو ستاینه کړې او ولس یې هوښيار ګڼلي

د ایران-امریکا شخړه؛هرمز تنګی یوځل بیا وتړل شو

ننګرهار او لغمان کې د ۶۴۱ زره ډالرو په ارزښت د روغتیايي خدمتونو د پراختیا تړون لاسلیک شو

حشدالشعبي: د لبنان اوربند د مقاومت د بریا نښه ده

ننګرهار کې د ۲۸.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د پاکو اوبو شپږ شبکې جوړېږي

افغانستان او ترکیې د آنتالیا فورم په څنډه کې د سوداګرۍ پر پراختیا او پانګونې پر زیاتوالي خبرې کړي

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com