کابل ټکی کام (جمعه، ۲۴ لړم، ۱۳۹۸ل)
د سالنګ د څارنې او ساتنې ریاست په يوه خپره کړې خبرپاڼه کې ويلي چې له تېرې شپې راهيسې په سالنګ کې واوره ورېدل پیل شوي دي.
چې له امله یې نن سهار په دغې لارې د لنډ وخت له پاره د بار وړونکو موټرو تګ راتګ بند شوی دی.
خبرپاڼه کې ويل شوي چې تېره شپه د سختو بادونو له امله د سالنګ ۹ کیلو متره ساحه ‘یخ’ نیولې، چې له کبله یې پر دغه لار د لويو موټرو تګ راتګ له ستونزو سره مخ شوی دی.
د ياد ریاست په وينا، چې اوس په سالنګ کې د واورې کچه ۲۰ سانتي متره ته رسېدلې او همدارنګه تر راتلونکو ۲۴ ساعتونو د واورې دورېدو اټکل شوی دی.
د يادونې وړ ده چې دغه لاره هر کال په ژمي کې د واورې دډېر اورښت له وجې د موټرو په مخ تړل کېږي.


















