کابل ټکی کام (جمعه، ۲۴ لړم، ۱۳۹۸ل)
له هغه وروسته چې د داعش ډلې د مشر ابوبکر البغدادي د وژلو خبرونه خپاره شول او داعش ډلې په سوريه او عراق کې ستر زيانونه وليدل، اوس د ایران د بهرنيو چارو وزير جواد ظريف د “انډيا ټوډې” ورځپاڼې سره په خبرو کې دعوه کړې، چې امريکا په سيمه کې د داعش ډلې د ملاتړ هڅه کوي، په سوريې او عراق کې د دغې ډلې له شکست وروسته اوس پلان لري، چې دغه ډله افغانستان ته ولېږدوي.
د نوموړي په خبره چې داعش د سيمې د هيوادونو، په ځانګړي ډول د روسيې، چين، ایران، افغانستان، پاکستان او هند لپاره ستر ګواښ دی او پکار ده چې د سيمې ټول هېوادونه يې په خلاف ګډه مبارزه وکړي.
د ښاغلي ظريف په وينا امريکايان داعش ډله په سيمه کې خپلو ناوړه پلانونو او موخو ته د رسېدو لپاره د يوې وسيلې په توګه کاروي او هيڅکله به هم د دې ډلې پر وړاندې مبارزه کې د سيمه ايزو هيوادونو سره مرسته ونه کړي.
نوموړي وويل دوی به د سيمې له هيوادونو سره په همغږۍ د داعش په وړاندې جګړه وکړي او پرې به نه ږدي، چې دا ډله سيمه نا امنه کړي.


















