خاکسار
له کومه وخته چې ولسمشر غني په افغانستان کې واک تر لاسه کړی نو ورسره د هېواد حاصلات هم بې ارزښته شوي دي. که څه هم ولسمشر غني او د ده پلويان ادعا کوي چې د حاصلاتو د ښه والي لباره يې هوايي دهلېزونه خلاص کړي دي، مګر د اقتصاد پوهانو په وينا د نوموړي په دوره کې د هېواد حاصلات تر بل هر وخته بې ارزښته او بې اهميته دي.
د هېواد له ګوټ ګوټ څخه بزګران او کروندګر شکايتونه کوي چې کلنۍ او اږدمهاله خواري يې بې ځايه ځي.
اقتصاد پوهان د دغه حاصلاتي او اقتصادي بحران ستر لامل پر ډيورنډ لاين د ولسمشر غني معامله ښيي او وايي له کومه وخته چې پاکستان سره پر ډيورنډ کرښه د اغزن تار تړون شوی دی او د يوه رسمي سرحد په توګه ورسره منل شوې ده، له هماغه وخته هېواد له اقتصادي بحران سره مخ دی.
د هېواد په هر کونج وکنار کې بزګران فرياد کوي چې خواري يې بې ځايه ځي، د مثال په ډول تېر د هندواڼو د حاصلاتو په موسم کې د هندواڼو افغانی من په شپږ، اووه روپۍ ؤ چې دا په نړۍ کې تر ټولو ټيټه بيعه ده. او په نړۍ کې بل داسې هېواد نه شته چې حاصلات يې دومره بې ارزښته او کم ظرفه وي چې ان کيلو دې په يوه روپۍ وي.
مګر د دې تر څنګ بيا ولسمشر غني او د ده پلويان هر وخت د ولس په سترګو کې خاورې اچوي او وايي چې ايله اوس د هېوا خپلو حاصلاتو ارزښت وموندلو. خو د ولس ټول وګړي اوس په دې پوه شوي دي چې ولسمشر غني د افغانستان د حاصلاتو لپاره څومره بنياد کارونه تر سره کړل؟
او په نورو هېوادونو کې د افغانستان مېوې او حاصلات ته په کومه سترګه کتل کېږي؟
له دې مخکې چې کوم وخت د کندهار امنيه قومندان جنرال رازق ژوندی ؤ، نو کله چې به د افغانستان په مختلفو سیمو کې د انګورو حاصلات تر لاسه شول او بيا به په موټرو کې بار شول تر څو يې ګاونډي هېواد پاکستان ته ورسوي او خرڅ يې کړي، خو جنرال رازق به د دې لپاره چې افغانانو ته تاوان ورسوي او په دې توګه يې ايل او تابع کړي نو په سرحد به يې له پاکستانيو سره تر جوړ جاړي وروسته څو ډزې سره تبادله کړې چې په ترڅ کې به يې د بولدک دروازه د څو ورځو لپاره وتړل شوه. چې په دې اساس به انګور همالته خراب شول او تجارانو به چيغې اوفرياد پيل کړ خو چا به هم نه اورېده.
دغه رنګه اوس هم چې د افغانستان په زياترو سیمو کې د مڼو سېزن دی، نو په ډېره کمه بيه بلکې له دې بيې ښه ده چې په دښته کې يې همداسې خوشې پرېږدي. نو په هېواد کې يو ځل بيا د تجارانو فرياد او چيغې پيل شوي دي خو له بده مرغه چې حاکمه طبقه په خپل عيش او عشرت کې ډوبه ده، خپل جېبونه ډکوي او د ملت غم ورسره نشته، يا هم دا چې د امريکا په پلان کې دا شامل دي چې د افغانستان عام خلک او بزګران اړ کړئ! تر څو له جنګه لاس واخلي.
له همدې امله ده چې ولسمشر غني اوس هغه د اول وخت څېره نه ده پاتې بلکې اوس عام ولس ورڅخه کرکه لري او د راتلونکي لپاره نه غواړي چې دی يې ولسمشر وي.
بل لور ته هغه هوايي دهلېزونه هم اوس نه ښکاري چې ويل به يې: په فلانۍ ورځ د هېواد دومره ټنه ځڼغوزي جرمني، يا کوم بل اروپايي هېواد ته يووړل شول. د اقتصاد پوهانو په نظر ځڼغوزي د ابتدائي او بنيادي حاصلاتو په کټه ګورۍ کې نشي راتلی، ځکه يې نو صادرات چندان ګټور نه پرېوځي، هغه مېوې او غلې دانې چې د حاصلاتو په ابتدائي کټه ګورۍ کې شمېرل کېږي؛ د غني له لوري بې ارزښته کېږي او ورځ تر بلې يې په هېواد کې بيعې لوېږي.
او د بزګرانو او کروندګرو هغه مصارف چې د همدې حاصلاتو په کرلو يې کړي دي؛ هم نشي پوره کولی، بلکې تاوان پکې دی. نو که په هېواد کې د حاصلاتو دا ډول بحران روان وي، کروندګر بلآخره بې حوصلې کېږي او په راتلونکي کال کې بيا کرونده نه کوي. چې کرونده ونشوه، نو نورو هېوادونو ته د صادراتو لپاره وړ توکي نه وي. او کوم هېواد چې له صادراتو څخه يې واردات ډېر وي، همېش له اقتصادي بحران سره مخ وي. او اقتصاد يې بلکل پر مخ نه ځي. بلکې هر وخت نورو لويو او پُر قدرته هېوادونو ته محتاج وي. کله چې دا حالت پرې څو کاله دوام وکړي نو بلکل يې اقتصاد له منځه ځي، پيسه او سکه يې بې ارزښته کېږي او نړيوالو بازارونو کې هر څه په لوړه بيعه ورته پيدا کېږي.
نو ولسمشر غني کېدی شي د افغانستان لپاره همدا ډول پلان ولري چې هر وخت امریکا ته محتاج واوسي، او هر وخت د امريکايي ډالرو باران په افغانستان را واوري، خو ولسمشر غني بايد وپوهېږي چې اقتصاد د يوه ملت او هېواد د ملا د تير حيثيت لري. او ښه او پرمختللي هېوادونه بايد واردات ډېر ولري. صادرات يې بايد کم وي.
نو له دې امله ده چې افغان ملت بايد پراخه واردات ولري او هر څه پکې وکرل شي. تر څو د نورو هېوادونو له محتاجۍ او اړتيا څخه ووځي او په خپلو پښو ودرېږي.


















