کابل ټکی کام (شنبه، ۲۵ لړم، ۱۳۹۸ل)
د سعودي عربستان یوه زندان کې د ‘شیخ فهد القاضي’ د مړینې خبر ورکړل شوی دی، د ځینو راپورونو په استناد هغه د ناوړه روغتیايي وضعیت له کبله وفات شوی.
د نوموړي د جنازې او دفن مراسمو ته چې د ‘ریاض الراجحي’ جومات کې ترسره شول، ګڼ شمېر کسان ورغلي وو.
۶۵ کلن شيخ فهد القاضي د سعودي عربستان يو مذهبي مشر و او د شرعي چارو محقق و. او يو وخت یې د سعودي عربستان د امر بالمعروف او نهی عن المنکر اداره کې يې د محاسب په توګه دنده ترسره کړې وه.
سعودي کې د بندیانو د حقونو د قضیو ته د رسېدو یوې اړوندې ټوېټر پاڼې ‘معتقلي الرأي’ دعوه کړې: “چې نوموړی زندان کې د ناوړه روغتیايي وضعیت له کبله مړ شوی.”
د سرچینو په خبره، که څه هم نوموړی له مړینې لږ مخکې روغتون ته لېږدول شوی، خو له یوې اوونۍ راهیسې یې روغتیا ته هېڅ پاملرنه، نه وه شوې.
نوموړي ۲۰۱۶ م کال د سعودي شاهي دېوان ته د “نصیحت” په نامه یوه لیک استولی و، چې له امله يې ونيول شو او تېره میاشت ورته محکمژ د ۶ کلونو بند سزا واوروله.
دغه راز د ۲۰۱۳ م کال کې نوموړي د سعودي عربستان د پوهنې وزارت په هغې پرېکړې هم نېوکه کړې وه، چې د اس ځغلونې سیاليو ته د ښوونځيو زده کوونکې نجونه هم ورتلی شي.
د يادونې وړ ده چې دا لومړۍ پيښه نه ده، چې په سعودي زندان کې يو ديني عالم او دعوتګر په مرموزه توګه مړ کيږي، بلکې له دې مخکې هم داسې پيښې شوي دي.


















