کابل: قره باغ ولسوالي کې د لویي څارنوالۍ دوه کارکوونکي وژل شوي دي

کابل ټکى کام (شنبه، ۲۵ لړم ، ١٣٩٨ل)
راپورونه وایي چې د کابل په قره باغ ولسوالي کې د لویي څارنوالۍ دوه کارکوونکي وژل شوي دي.
لویه څارنوالي د دې پیښې پخلی کړی او یاده کړې یې ده چې دا دوه څارنوالان نن د کابل ولایت په قره باغ ولسوالي کې په یوه وسلواله نښته کې وژل شوي دي.
د یادې ادارې ویاند جمشید رسولي زیاته کړې، د لویې څارنوالۍ څلور کارکوونکي چې له قره باغ ولسوالۍ نه د کابل ښار پر لورې خپلې دندې ته د راتلو په حال کې د همدې ولسوالۍ په مربوطاتو کې ورباندې برید شوی دی چې له امله یې دوه تنه څارنوالان وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.
تر اوسه د دې پېښې پړه کومې ډلې پر غاړه نه ده اخیستې، خو د دې لارې په اوږدو کې وسلوال طالبان پراخ حضور لري او وخت ناوخت په ګډو ځواکونو او حکومتي چارواکو بریدونه کوي.



