کابل ټکى کام (شنبه، ۲۵ لړم ، ١٣٩٨ل)
ملګرو ملتونو د اسراییلو له لوري په فلسطین کې وروستۍ عام وژنه په کلکو ټکو غندلې، او دایې بشر ضد جنایت یاد کړی دی.
ملګرو ملتونو د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، په فلسطین کې د اسراییلو له لوري د ملکي وګړو وژنه په هیڅ ډول د توجیه وړ نه ده او یاد هېواد باید په فلسطین کې د وژل شویو ملکي وګړو موضوع په جدي توګه و څېړي.
یاد سازمان دغه راز له اسراییلي حکومت څخه غوښتنه کړې ده چې په راتلونکي کې له ورته غیر مسوولانه کړنو څخه مخنیوی وکړي.
ملګري ملتونه دا اعلامیه په داسې حال کې ورکوي چې تېره اوونۍ اسراییلي پوځیانو پر غزې تراړه هوایي بریدونه وکړل او د یوې کورنۍ د شپږو غړو د وژنې سربېره یې په لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله واړوله.
تر هغې وروسته د دواړو لوریو ترمنځ د ځینې شرایطو په اساس اوربند وشو؛ خو یو شمېر سرچینو خبر ورکړی چې د اوربند سربېره اسرائیلي پوځیان پر فلسطینیانو بریدونه کوي.


















