کابل ټکی کام (شنبه، ۲۵ لړم، ۱۳۹۸ل)
نن يو ځل بيا د اسرائيلي اشغالګرو جنګي الوتکو د غزې په ترانګه کې د فلسطيني آزادي غوښتونکو په مرچلونو او ملکي هدفونو باندې بريدونه کړي دي.
خو دا ځل د اسلامي جهاد د ډلې په ځای د حماس د اسلامي حرکت مرچلونه وېشتل شوي دي.
د يادونې وړ ده چې دغه وروستۍ تاوتريخوالی وروسته له هغه رامنځته ته کېږي چې د تېرې سه شبنې په ورځ د اسرائيلي اشغالګرو په یوه هوايي بريد کې د اسلامي جهاد ډلې د القدوس د نظامي ډلګۍ لوړپوړی قوماندان”بها ابو العطا”وژل شوی و.
تريادې پيښې وروسته د “اسلامي جهاد” او”حماس” ډلو له اسرائيلو د انتقام د اخيستلو ژمنه کړې وه.
خو د دواړو خواوو ترمنځ ترسختو جګړو وروسته چې لسګونه فلسطينيان په کې مړه او ټيان شول د تېرې پنجشنبې په ورځ د نومبر په ۱۴ نيټه د اسرائيلو او د “اسلامي جهاد” د ډلې ترمنځ د مصر په منځګړيتوب يو اوربند رامنځته شو.


















