دوشنبه, اپریل 20, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home سرمقاله

د افغانانو قاتلان بخښل کیږي خو د امریکایانو قاتلان نه!!

محمود نشرونکی: محمود
نوومبر 16, 2019
کټګوریانې: سرمقاله, مهم
0
10
ځلې شریک شوی
119
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

دا هم ولولئ

ذبیح الله مجاهد: «پرمختګ» ویبسایټ به د اسلامي امارت د لاسته راوړنو لپاره باوري معلوماتي سرچینه وي

ولسمشر پزشکیان: هېڅ ځواک نشي کولای ایران له خپلو حقونو محروم کړي

یمني ځواکونه: که امریکا ایران سره توافق ته ونه رسېږي باب‌المندب تنګی به په بشپړه توګه وتړل شي

سړی حیران شي چې دا مسلمانانو ولې له خپلو اسلامي لارښوونو نه مخونه تر دې بریده اړولې دي چې د هیڅ اسلامي ارزښت په تر پښولاندې کولو ډیل نه دي. د اسلامي هیوادونو زیاتره حاکمان هغه څه کوي چې د کفري هیوادونو مشران پرې شرميږي، خو سره له ډې هیڅ ډول نه د شرم احساس کوي، او نه له خدای ویره لري نه له آخرت او نه له ملت، بس یواځې د شین سترګو امریکایانو او انګریزانو دومره ویره لري چې له جهنم څخه یې نلري.

هغه یوه عالم چې په کفري هیوادونو کې یې هم د خپل ژوند څه برخه تیره کړې او ډیری تجربې یې لیدلي او د اسلامي هیوادونو او مسلمانانو او حاکمانو سره یې پرتله کړي وایي چې: وجدت الاسلام في غیر المسلمین و لم اجد الاسلام فی المسلمین، یعنی اسلام مې په غیر مسلمانانو کې ولید خو په مسلمانانو کې مې اسلام ونه لید.

اوس ته دې ته وګوره چې په غنی وایي چې ما سره نږدې 16000 افغانان د طالبانو په نوم په زندانونو کې پراته دي، او څو ورځې وړاندې یې چې درې تنه د امریکا او ټرمپ د برګو سترګو په پایله کې خوشي کول، داسې خفه و لکه پلار یې چې مړ شوی وی، او د خوشې کولو په اړه یې په خپله وینا کې رسنیو ته وویل چې دا پریکړه ورته خورا سخته ده!!!

ځکه چې داسې مسلمانان یې د ظلم او جبروت له منګولو خلاصیدل چې د امریکایانو قاتلان وو، او دا چې د امریکا د فشار په پایله کې یې له منګولو ووځي هم د حسرت او افسوس څرګندونه کوي او وایی چې دا پریکړه ورته خورا سخته ده، معنا دا  چې د ده زړه نه دی چې خوشي شي خو څه وکړي د بادار امر دی او بادار چې نان میدهد فرمان میدهد.

بل پلو ته ګوره چې خبر دی چې ټرمپ هغه دوه امریکایان چې په افغانستان کې یې بې ګناه ملکي افغانان وژلي او د محکمې له سوال او ځواب او فیصلې سره مخ وو په ناڅاپي توګه او د له ټولو نظامي او قضایی اصولو نه په سرغړونې سره معاف اعلان کړل، معنا دا چې ډیر ښه کار یې کړی چې بې ګناه ملکي افغانان یې وژلي، او دا کار به په افغانستان کې پرتو امریکایی فوځیانو ته نور مورال هم ورکړی چې بیګناه افغانان تر خپل تیغه تیر کړي.

همداسې که د څو لسیزو غمیزو ته نظر واچول شي چې څومره ظلمونه پر مسلمانانو شوي تر ټولو سخت ظلمونه پرې خپلو د اسلامي هیوادونو حاکمانو کړي دومره چې کفارو به په ګوانتانامو او نورو زندانونو کې نه وي کړي.

مسلمانانو ته ډېر د شرم ځای دی چې داسې حاکمانو ته رایې ورکوي چې هغوی له کفارو نه هم سخت زړي دي او خپل ملت په ډیری بې دردۍ وژني او هیڅ پروا یې هم پرې نه وي.

همدا راز که د کفري هیوادونو په اړه تحقیق وشي هلته له هیڅ انسان سره دومره مظالم نه ترسره کیږي لکه څومره چې یې په اسلامي هیوادونو حاکم د کفارو لاسپوڅي ترسره کوي. نو آخر تر څو به ملت خپل سر ټیټ نیولی وي او پر خپلو خلکو د مظالمو په اړه به غبرګون نه ښیئ؟

رښتیا هم چې نن سبا کفارو کې رحم شته خو په اسلامي حکمرانانو کې نه ذره ایمان پاتې دی او نه ذره بشري رحم، او لامل یې دادی چې کفار غواړي د مسلمانانو په لاس مسلمانان  ووژني څو خپل ځانونه بدنام نکړي او مسلمانو حاکمانو نه د ولسونو او پرګنو ذهنیتونه واړوي خو نه حکمرانان په دې هکله په خپل ګریوان کې فکر کوي او نه هم ملت د دغو ظالمو حاکمانو ګریوان ته لاس اچوي.

تاسې وګورۍ د  هیواد په هره سیمه کې چې عملیات کیږي نو بهرني فوځیان شاته او افغاني فوځیان مخې ته کوي دا د دې لپاره چې که وژل کیږي هم به افغاني فوځیان ووژل شي او که ظلم او وحشت جوړوي نو هم به پری افغان فوځیان لاس پورې کوي، او زمونږ فوځیان هم د ډالرو په مقابل کې آن خپلې میندې او خویندې هم ورکوي پاتې خو لا دا چې د افغانان کور ته ننوځي او افغاني میرمنې بې پته او بې عزته کوي. او بله عجیبه خبره لا داده چی یو شمېر پلورل شویو افغانانو د انس حقاني او دوه ملګرو یې د خوشې پر وړاندې منفي عکس العمل وښود او لاریون یې هم ترسره کړ خو دا چې اوس ټرمپ د ملکي افغانانو دوه وحشي قاتلان وبخښل، دغو بې وجدانو خلکو چې د  انس حقاني او نورو طالب بنديانو د خلاصون په اړه يې مظاهره کړې وه، هیڅ اواز پورته نه کړ، په اړه يې بلکل خاموش او  غلي دي، نو دا ډول کارونه په څه دلالت کوي؟ تاسې خپله قضاوت وکړﺉ! د مظلومو افغانانو دوه وحشي قاتلان بخښل کېږي او له محکمې بچ کېږي خو هغه څوک چې د خپل دين د سرلوړۍ، د وطن د ازادۍ او د مؤمنانو د سوکالۍ لپاره جنګېږي، د مسلمانانو په لاسونو زندانونو ته اچول کېږي او بيا په ډېر وحشت سره يا د اعدام سزا ورته اورول کېږي او يا هم شل او اتلس او نورې د اوږده عمر قيد او لنډ عمر قيدونو سزاګانې ورته اورول کېږي.

لوی ټکي: بنديانټرمپد افغانانو قاتلانمسلمانان
مخکینې مطلب

ملګرو ملتونو د اسرائیلو له لوري دفلسطینیانو عام وژنه په کلکو ټکو غندلې

بل مطلب

یوه داسې ښځه چې څلور شپېته کاله يې اوبه نه دي څښلې.!

ځانګړي مطالب

افغانستان

ذبیح الله مجاهد: «پرمختګ» ویبسایټ به د اسلامي امارت د لاسته راوړنو لپاره باوري معلوماتي سرچینه وي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 19, 2026
خبرونه

ولسمشر پزشکیان: هېڅ ځواک نشي کولای ایران له خپلو حقونو محروم کړي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 19, 2026
خبرونه

یمني ځواکونه: که امریکا ایران سره توافق ته ونه رسېږي باب‌المندب تنګی به په بشپړه توګه وتړل شي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 19, 2026
خبرونه

پنټاګون:افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو په اړه چارواکو سره د مرکو بهیر پای ته رسېدلی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 19, 2026
خبرونه

قزاقستان غواړي له افغانستان سره د خپل تجارت کچه تر ۳ میلیارده ډالرو پورې لوړه کړي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 19, 2026

وروستي

ټولګټو وزارت: د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې انتقالات ۳۹ سلنه زیات شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 19, 2026
0

کندهار کې د ۲ میلیونه افغانیو په لګښت د برغني چکډم پروژه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 19, 2026
0

جنوبي لبنان کې د نښتو پر مهال یو اسرائیلي سرتېری وژل شوی او ۵ تنه نور ټپیان شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 19, 2026
0

بهرنیو چارو وزارت: افغانستان له نړيوالې ټولنې سره دایمي تعامل ته ژمن او د رغنده خبرو اترو ملاتړی دی

نشرونکی: ح جلال
اپریل 19, 2026
0

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ له بېلابېلو لارو ۹۸۰ کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې 

نشرونکی: ح جلال
اپریل 19, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • پنټاګون:افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو په اړه چارواکو سره د مرکو بهیر پای ته رسېدلی

    12 شریک شوي
    شریکول 5 Tweet 3
  • ذبیح الله مجاهد: «پرمختګ» ویبسایټ به د اسلامي امارت د لاسته راوړنو لپاره باوري معلوماتي سرچینه وي

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
  • نیویارک ټایمز: ایران لا هم د خپلو توغندیزو وړتیاوو لویه برخه ساتلې

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • تهران کې خبرې بې‌پایلې؛ ایران پر خپل دریځ ټینګ دی او قالیباف وايي پر امریکا هيڅ باور نه لري

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • یمني ځواکونه: که امریکا ایران سره توافق ته ونه رسېږي باب‌المندب تنګی به په بشپړه توګه وتړل شي

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

ذبیح الله مجاهد: «پرمختګ» ویبسایټ به د اسلامي امارت د لاسته راوړنو لپاره باوري معلوماتي سرچینه وي

ولسمشر پزشکیان: هېڅ ځواک نشي کولای ایران له خپلو حقونو محروم کړي

یمني ځواکونه: که امریکا ایران سره توافق ته ونه رسېږي باب‌المندب تنګی به په بشپړه توګه وتړل شي

پنټاګون:افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو په اړه چارواکو سره د مرکو بهیر پای ته رسېدلی

قزاقستان غواړي له افغانستان سره د خپل تجارت کچه تر ۳ میلیارده ډالرو پورې لوړه کړي

ټولګټو وزارت: د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې انتقالات ۳۹ سلنه زیات شوي

کندهار کې د ۲ میلیونه افغانیو په لګښت د برغني چکډم پروژه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

جنوبي لبنان کې د نښتو پر مهال یو اسرائیلي سرتېری وژل شوی او ۵ تنه نور ټپیان شوي

بهرنیو چارو وزارت: افغانستان له نړيوالې ټولنې سره دایمي تعامل ته ژمن او د رغنده خبرو اترو ملاتړی دی

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com