ایران: په مظاهرو کې یو تن ووژل شوی

کابل ټکی کام (شنبه، ۲۵ لړم، ۱۳۹۸ل)

ایران کې د جمعې له ورځې راهيسې د تيلو او خوراکي توکو د بيو د لوړيدو په خلاف سختې مظاهرې پيل شوي چې ډېر ژر يې د پلازمينې تهران په ګډون ګڼو ښارونو ته لمن پراخه شوه چې په ځينو ځايونو کې د لاريون کوونکو او امنيتي ځواکونو ترمنځ نښتې هم رامنځته شوي.

د ايران دولتي خبري آژانس “ارنا” د کرمان ولایت د یو حکومتي چارواکي “محمود آبادي” له خولې خبر ورکړی چې د امنيتي ځواکونو او لاريون کوونکو ترمنځ په تاوتریخوالي کې یو تن وژل شوی دی.

د”ابادي” په وينا چې اوس حالات تر کنټرول لاندې دي او د تېرې شپې راهیسې نوې نښتې نه دي رامنځ ته شوی.

د يادونې وړ ده چې په ایران کې لاريونونه له هغه وروسته پیل شول چې دحکومت له خوا د تیلو په بيو کې لوړوالی راوستل شو.

د ایراني حکومت د اعلان له مخې د یو لیتر تیلو بیه د لسو زرو ریالو څخه پنځلس زرو ریالو ته لوړه شوې.

مربوطه مطالب

Back to top button