حکومت دخیرالله شینواري ۹۳ کلن پلار په دې جرم تهدید کړی چې زوی یې طالبانو سره لیدلي

کابل ټکى کام (شنبه، ۲۵ لړم ، ١٣٩٨ل)

د کابل حکومت د سولې د فعال خیرالله شینواري پلار په دې جرم تهدید کړی چې زوی یې ولې طالبانو سره دسولې په باب خبرو اترو لپاره قطر ته تللی دی.

نوموړي په سخته او دردمنده لهجه په خپل فیس بک ادرس لیکلي،《بې ننګه حکومت زما ۹۳ کلن پلار په وطن کې تهديد کړی چې زوی دې قطر کې طالبانو ته ورغلی، دوی ددې سپينږيري مشر له ابرو او عزت هم نه شرمېږي او په تهديد آمېزه لهجه يې ورته ويلي چې “بچه ات با طالباها شيشت و برخاست داره”.

شینواري زیاته کړې، پلار مې ورته ويلي چې زوی مې په کابل کې ناست دی، ازاد تګ او راتګ لري او تاسو دلته زه راغوښتی يم، خو که څه جرم لري ولې ستاسو مشران ورسره کښېني، ولې د مرکز له لوري خپله دی نه راغوښتل کیږي چې تاسو ما ته لګيا يئ؟؟

شینواري حکومت ته ګوت څنډنه کړې او زیاته کړې ده چې سبا به د مطبوعاتي کنفرانس له لارې د يوه معزز سپينږيري حيثيت ته د صدمې او سپکاوي پوښتنه له حکومت څخه وکړم، که قطر ته زما تګ جرم وي نو زه بايد وپوښتل شم، د يوه سپينږيري زورولو ته څه ضرورت دی چې زه په کابل کې ناست او تاسو زما لپاره هغه په سپينه ږيره په زحمت کړی او په يوه لوی تشويش کې مو اچولی دی؟.》

د یادونې ده چې تېره اوونۍ د خیرالله شینواري په ګډون له کابل څخه یوه ډله استادان، شنونکي او دسولې مخکښ فعالان دطالبانو سیاسي دفتر اعضاوو سره په قطر کې لیده کاته وکړل، دې سفر دحکومت اوحکومتي چارواکو اندیښنې راوپارولې او تللي شخصیتونه یې طالبانو سره په پټو او ښکاره اړیکو تورن کړل.

مربوطه مطالب

Back to top button