(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸ لړم ۲۶، یکشنبه)
د روان کال په اکتوبر مياشت کې له اته نیم سوه څخه زيات حکومتي منسوبین د طالبانو لیکو سره يوځای شوي چې طالبانو يې په اړه راپور خپرو کړی دی.
طالبانو په دغه راپور کې ويلي، چې تيره مياشت د کابل حکومت ۸۵۲ تنه د بيلابيلو ادارو کارکوونکو خپلې دندې خوشې کړي او د طالبانو ليکو سره يوځای شوي دي.
راپو زياتوي، دغه کسان د طالبانو د دعوت، ارشاد او جلب و جذب کمېسیون په هڅونه او د ځايي طالبانو په ملاتړ د کابل ادارې څخه رابيل شوي چې په وينا يې بيلابيل ډوله لويې او وړې وسلې، مخابرې وسایط او مهمات هم طالبانو ته سپارلي دي.
طالب وياند ذبیح الله مجاهد په دې اړه په خپور کې کړي پيغام کې ويلي چې “داسلامي امارت ددعوت ،ارشاد،جلب اوجذب کمیسیون مشرتابه دوی ته هرکلی ووایه ،انعامونه اوجایزې یې ورکړې اوددوی همدانیک اقدام یې ډیروستایه چي دیرغلګرواولاسپوڅي رژیم څخه یې راووتل اودافغانستان اسلامي امارت دمجاهدینوسره یې خپل پیوستون اعلان کړ”.
طالبان د دعوت او ارشاد، جلب و جذب په نوم ځانګړی کمېسيون لري چې وخت ناوخت ورته حکومتي منسوبين، چارواکي، پوليس او عسکر تسلميږي چې د هغوی له خوا ورته د تسليمۍ ځانګړي کارتونه ورکول کيږي.
طالبان د تسلیم شويو یا هغوی سره د یوځای کيدونکو عسکرو شهرت، نومونه او دنده هم په خپلو راپورونو کې خپروي.
په وروستيو کې طالبانو ته د تسلميدونکو حکومتي عسکرو لړۍ تونده شوې چې ورسره د پوځ په شمير کې هم کموالی راغلی دی.


















