نوازشريف: د نومبر په ۱۹ د درملنې له پاره لندن ته ځي

کابل ټکی کام (يکشنبه، ۲۶ لړم، ۱۳۹۸ل)

محکمې د پاکستان پخواني لومړي وزير نوازشريف ته د درملنې له پاره بهر ته د تلو اجازه ورکړه. پاکستاني قاضيانو د شنبې په ورځ وويل چې شريف اوس د هغو شر طونو پوره کولو ته اړ نه دی، چې بهر ته د هغه د نه تلو له پاره ټاکل شوي وو. په پام کې ده د روانې نومبر مياشتې په ۱۹ مه نيټه ښاغلی شريف د درملنې په موخه لندن ته ولاړ شي.

داخبره د نوازشريف ورور شهباز شريف پرون (د نومبر ۱۶مه) خبريالانو ته وويل: “محکمې نواز شريف ته اجازه ورکړه چې د درملنې له پاره له هيواد بهر ولاړ شي او د حکومت له خوا ټاکل شوي شرايط رد کړل شول.”

ټاکل شوې وه چې شريف به د سه شنبې په ورځ په يوه هوايي امبولانس کې لندن پر لور پرواز وکړي خو دغه پرواز وروسته له هغې وځنډول شو چې حکومت له هغه څخه د ۷ ميليارده پاکستانۍ کلدارو (۴۴،۸ ميليون ډالرو) د ورکړې غوښتنه وکړه.

د شریف کورنۍ له لوري دغه اقدام ناقانونه ګڼل شوی و او محکمې ته يې په وړاندې درخواست جمع کړی و او استدلال يې کړی و چې شريف به تر درملنې وروسته بيرته هيواد ته راستنيږي.

مربوطه مطالب

Back to top button