کابل ټکى کام (یکشنبه، ۲۶ لړم ، ١٣٩٨ل)
وسلوالو طالبانو له دوه میاشتنیو عملیاتو وروسته په ننګرهار ولایت کې د داعشي ملېشو د شرمېدلې ماتې، او ټولو سیمو له بیرته نیؤنې او تصفیې خبر ورکړ.
طالبانو په یوه اعلامیه کې لیکلي چې دا عملیات یې د ۲۰۱۹ میلادي کال د ۹ میاشتې په ۲۰ تاریخ په ننګرهار کې پیل کړي وو چې له نږدې دوه میاشتو وروسته یې یاد ولایت په ټولییزه توګه له داعشي جګړه مارو تصفیه کړ.
طالبانو دې اعلامیه کې په مفصله توګه د ۷ ولسوالیو له تصفیوي عملیاتو، د داعشي ملیشو له تلفاتو او نیول شویو غنیمتونو تفصیلي معلومات رسنیز کړي دي.
طالبانو ویلي، یادې ملېشې که څه هم دبهرنیو او داخلي ځواکونو له ملاتړ برخمنې وې، خو د کابل ادارې او امریکایي ځواکونو له هر اړخیز ملاتړ سره سره یې دا ولایت له یادو جګړه مارو پاک، او بیابه هیچاته اجازه ورنګړي چې شوي جنایات تکرار کړي.
طالبان زیاتوي، په دې دوه میاشتني عملیاتو کې ۱۹۳ داعشي ملیشې وژل شوي، ۱۳۰ ټپیان شوي او ۸۵۹ تنو ته د کابل ادارې او امریکایي ځواکونو لخوا د طالبانو له محاصرې نجات ورکول شوی او محفوظ مقام ته انتقال شوي دي.
طالبانو د داعشي ملیشو وروستۍ ژغورنه یا تسلیمي له یادو جګړه مارو سره د ګډو ځواکونو د خواخوږۍ ښکاره مثال یاد کړی، او ملت ته یې ډاډ ورکړی چې هیڅکله به پردیو پروژو ته اجازه ورنکړي چې په افغان ملت مظالم تر سره کړي.
طالبانو د دې اعلامیې په وروستۍ برخه کې لیکلي، 《د مجاهدینو لخوا په ننګرهار کې په داعش ځپلو سیمو کې که د داعش کوم عناصر غرونو ته تښتیدلي وي؛ هغوی پسې تعقیبي عملیات او د سیمو تصفیه جریان لري》.


















