کابل ټکى کام (یکشنبه، ۲۶ لړم ، ١٣٩٨ل)
د امریکا د دفاع وزیر مارک ایسپیر دټرمپ له لوري په جنګي جرمونو تورنو امریکایانو تر بښنې وروسته ویلي چې امریکایي پوځیان باید د خپلو کړنو ځواب په خپله ووایي.
د یاد هېواد د دفاع وزیر مارک ایسپیر زیاته کړې، دی د خپل پوځ پر قضایي نظام ډاډ لري او زیاتوي، هغه امریکایي سرتېري چې په جنګي جرمونو تورن دي د پوځ قضایي نظام به یې پخپله د ځواب ویلو ته وهڅوي او دوی مجبورېږي چې ځواب ووایي.
هغه د دې پوښتنې په ځواب کې چې د افغانستان او عراق په څېر هېوادونو ته د دغسې بښنو پر وخت څنګه ډاډ ورکولی شي وویل، امریکا یو پیاوړی پوځي نظام لري او سرتېري پر دې پوهېږي چې دوی ټول تر یو قوي مدیریتي چتر لاندې دندې پر مخ وړي.
د ټرمپ دې اقدام په امریکا کې د منتقدینو غوسه پارولې ده او هغوی وایي، د ټرمپ دا پرېکړه به سرتېرو ته دا ډاډ وکړي چې د دوی هر ډول کړنې زغمل کېږي او پر همدې بنسټ به د جرمونو کچه لا لوړه شي.
د یادونې ده چې د ټرمپ له دې پرېکړې وروسته برېتانیا هم د ورته پرېکړې هڅه کړې، او غواړي چې دامریکایي ولسمشر په څیر به جنګي جرمونو تورن سرتېري وبښي.


















