غورځنګ
د زندان خاطره!!
کله چې بندي شوم، له رياست څخه چل رياست يووړل شوم، نو له عجيبه حالاتو سره مخ شوم، که څه هم ډېرې خاطرې ورڅخه لرم خو دلته يوازې د تېرې ورځې د هغې موضوع اړونده خاطره يادووم! چې ټرپ دوه تنه هغه وحشي مجرمين خوشې کړل او وې بخښل کوم چې د افغانانو په وينو يې لاسونه سره وو او په دې تورن وو چې څو ملکي افغانان يې بې ګناه وژلي دي. خو ټرمپ له دې امله چې صليب ته يې د ستر خدمت لپاره دغه بې ګناه افغانان وژلي وو، وبخښل.
مګر دلته زمونږ ټولنه بيا بېل توپير لري، دلته د اشغالګرو قاتلانو ته د اعدام سزا اورول کېږي، په دې خو ټوله نړۍ قانع ده چې يو هېواد چې کله پر بل کوم هېواد يرغل وکړي نو که يې د يرغمل شوي هېواد وګړي د يرغلګرو په خلاف راپاڅېدل بايد وستايل شي او ملاتړ يې وشي. خو بيا هم دغه فيصله يوازې په اروپايي او صلیبي هېوادونو کې تطبيقېږي، اسلامي نړۍ باندې که هر څوک هر څه کوي پروانه لري.
لنډه دا چې کله يې چل رياست ته یووړم، نو له يوه بندي سره مخ شوم چې حکمت الله نومېده او دغزني د ولايت اوسېدونکی ؤ، که څه هم ټول بنديان په زندان کې پر خپل جرم اعتراف نشي کولی ځکه چې د کابل ادارې ته خامخا بيا راپور ځي او تحقيقات بيا له سره پيلېږي نو ځکه خو بنديان يو له بل څخه د جرم په اړه پوښتنې نه کوي.
په هر صورت دا بندي چې حکمت الله نومېده، عجبيب ځوان ؤ، ورڅخه ومې پوښتل چې ځوانه ته يې په څه جرم بندي کړی يې؟
راته يې کړه چې زما جرم ډېر لوی جرم دی، يو وخت مې ځان په ملي اردو کې شامل کړ، له ډېر وخت دندې وروسته يې بوتلم او (دولايت نوم راڅخه هېر دی) په يوه ځای کې يې له اسټرليايانو سره د دوی د بيس په څنګ کې راته قرارګاه جوړه کړه او دنده راکړل شوه چې د اسټرليايانو ساتنه به کوئ!
مونږ هم ومنله او پيل مو وکړ. خو په دغه بيس کې موږ دوه تنه د راز ملګري وو، يوه ورځ داسې راغله چې د ډوډۍ د خوړلو په ځای کې مو ډوډۍ وخوړله او خپلو ځايونو ته مو د تګ اراده وکړه، نو ګورم چې اسټرليايان په خپل منځ کې کومه ويډيو ګوري او خاندي يو بل ته د فسبوک د لايک په څېر لاسونه نيسي او زمونږ خواته هم کله نا کله راوګوري، خو د ډېرې زياتې خوشحالۍ اظهار کوي.
کله چې زه نږدې ورغلم، غوښتل مې چې وګورم دوی څه کوي او څه شي ته خاندي؟
ګورم چې (نعوذ بالله) تر خپل منځ يې هغه د قرآن کريم د بې حرمتۍ ويډيو په خپل يوه موبايل کې را اړولې ده او ډېره په خندا او خوشحالۍ يې ګوري، په دې وخت کې مې ايماني او افغاني غيرت راوپارېده، نو مې يوه طرحه ذهن ته راغله، خو لاړم هغه بل د راز ملګری مې خبر کړ، چې ما د داسې يوه اقدام تصميم نيولی دی، خو که چا راباندې له شا ډزې وکړې نو ته هم زما مرسته وکړه.
هغه ملګري هم راسره اوکې کړه، کله چې راغلم نو خپله پيکا مې راواخيستله په دې وخت کې لا هم اسټرليايانو دغه ويډيو په بار بار زموږ له قصده کتله او هماغسې د خندا اظهار يې کاوه. چې ډزې مې پرې شروع کړې، په اغلب ګومان د ويډيو کتونکي څلور کسان وو، ټول ولګېدل او بيا مې د تېښتې هڅې پيل کړې، له بيس نه ووتم نو په تېښته بريالی شوم، او د طالبانو سمې ته لاړم! طالبانو مې ډېر زيات هرکلی وکړ.
لنډه دا چې نور نو طالب شوم. خو يو وخت غريبۍ پسې واخيستم نو پاکستان ته مې د تګ اراده وکړه، کله چې لو کوټې څخه د پېښور په لوري روان شوم نو په لاره کې د پاکستان استخباراتي ادارې ونيولم او تقريباً لس مياشتې ورسره بندي ووم!
خو لس مياشتې پس يې باډر پاس ( د افغانستان حکومت) ته وسپارلم! دلته مې تقريباً له مياشتې زياته موده د نود په رياست کې ووم! او بيا يې چل رياست ته ولېږلم! په چل کې مې هم په جزايي اُطاقونو کې تقريباً له څلورو مياشتو راهيسې بندي يم!
کله چې يې د محکمې وخت راغی، له نورو ملګرو سره يې لومړۍ محکمې ته بوته! څارنوال يې د جرم بيان پيل کړ، چې په پلاني ځای کې يې استرليايان وژلي دي او بايد د اعدام سزا ورته واورول شي.
کوم دولتي وکيل چې ولاړ ؤ هغه هم زړه نا زړه زما په دفاع کې خبره يوه نيمه خبره کوله، خو اخر ما ته قاضي مخ راواړاوه راته يې کړه چې تا ولې اسټرليايان وژلي دي؟؟
ما ورته وويل: امریکايانو چې زموږ سپېڅلي کتاب ته اور ورته کړ، امريکايانو ته خو مې لاسرسی نه درلودلو، بيا چې له دوی سره په بېس کې ووم! نو دوی ولې د قرآن کريم هماغه د بې حرمتۍ ويډيو کتله؟ او بیا يې چې موږ ورته وويل: دا ويډيو مه ګورئ! په موږ باندې بده لګېږي. خو دوی بيا هم زموږ له ضده په بار بار کتله او يو له بل سره يې خنداګانې کولې.
نو ما هم ورڅخه د قرآن کريم غچ او انتقام واخيست!
قاضي راته وويل: چې غچ او انتقام به دې له هماغو امریکايانو اخيستی وای! کومو چې قرآن سوځولی وو!
ما ورته وويل: چې هغو امریکايانو ته مې تاسو ورولئ! بيا ګوره چې زه د قرآن غچ ورڅخه اخلم او که نا؟
قاضي راته وويل: اوس موږ تا ته له دې امله د اعدام حکم اوروم! چې تا زموږ (مېلمانه) بې ځايه وژلي دي.
ما هم ورته وويل: چې د اسلام په خاطر او د قرآن د انتقام اخيستلو په خاطر مې چې کوم اشغالګر مردار کړي دي، ستا ټاکلې سزا مې بلکل قبوله ده. خو ياد ساته!
په اخرت کې به ستا ګرېوان او زما لاس وي،
او کله چې کور ته لاړ شې نو سوچ پرې وکړه. خپله ګرېوان کې سر ښکته کړه! او ځان سره فکر وکړه!
تا يوه مسلمان ته د اشغالګرو د مردارېدو په تړاو د اعدام سزا واوروله. نو ته څنګه ځان ته مسلمان وايې؟ ته څنګه افغان يې؟
ته به هم بيا په خوله وايې چې افغانستان مې ملک دی او زه ورته خدمت کووم؟
دغه قاضي شايد زياتره بنديان وپېژني، په شانزده بيس باندې مشهور دی او د خلکو د وينا له مخې د سياف د تره زوی هم دی!
کله به چې طالب بندي ونيول شو او د ده قضاء ته به ورمخ شو نو يا به يې شپاړس کاله قيد ورکاوه او يا به يې هم شل کاله.
نو کيسه تر دې راياده شوه چې ابله ورځ ټرمپ دوه تنه د افغانانو قاتلين وحشیان بخښلي دي. خو افسوس بيا په دې راځي چې زموږ په اسلامي هېواد کې بيا يو لاسپوڅی قاضي راځي او د اشغالګرو قاتل ته چې پر سر د ګرځولو وړ دی؛ د مرګ او اعدام سزا ورته اوروي.


















