کابل ټکی کام (يکشنبه، ۲۶ لړم، ۱۳۹۸ل)
د ثبات او همپالنې ټاکنيز ټیم نوماند، ډاکټر عبدالله عبدالله وایي ټیم يې پرېکړه کړې چې د بیاشمېرنې په بهیر کې ګډون نهکوي.
دغه راز نوموړي يوې خبرې غونډې ته د خبرو پر مهال ټاکنو کمېسيون څخه غوښتنه وکړه چې د رايو د بیا شمېرنې پيل کړی بهیر ودروي.
ښاغلي عبدالله په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل که نن د ټاکنو کمېسیون په خپلې پریکړې له سره کتنه ونه کړي، دوی په خپل لاس د ټاکنو مشروعیت تر پوښتنې لاندې راولي.
د يادونې وړ ده چې نن سهار د ټاکنو کمېسیون ویاند’ ذبيح الله سادات’ رسنيو سره په خبرو کې ویلي و ، چې کمېسيون د ۱۳۷ زره جنجالي رايو د اعتبار پرېکړه کړې. ښاغلي سادات دغه راز ويلي چې په ۲۸ ولایتونو کې یې د درېدلو رایو بیا شمېرنه د ټاکنیزو نوماندانو، انتخاباتي څارونکو او لیدونکو په حضور کې روانه ده.


















