کورنيو چارو وزارت کابل کې د نني بريد په اړه خپله غلطي اصلاح کړه

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸ لړم ۲۷، دوشنبه)
نن سهار د کابل ښار نوولسمې حوزې مربوطاتو کې د ملی اردو یوه روزنيز مرکز ته څیرمه دوه چاودنې وشوې چې د کورنيو چارو وزارت په لومړنیو معلوماتو کې ويلي و چاودنه د سرتيري برید ګر له خوا ترسره شوې ده.
د کورنيو چارو وزارت لومړي په خبرپاڼه کې وويل، چې یوه چاودنه د سرتيري بریدګر له خوا شوې خو تازه دغه وزارت خپله غلطي اصلاح کړې وياند يې نصرت رحيمي وايي، چاودنې د لاسي بمونو غورزولو له کبله رامنځته شوي دي.
نوموړی وايي، دوه چاودنې شوي چې د ياد مرکز پوستې ته یوه کس دوه لاسي بمونه غورځولي او څلور پوليس پکې ټپيان شوي دي.
تر اوسه د دغه برید مسؤولیت چا په غاړه نه دی اخيستی.



