ايران حکومت زر تنه لاریونوال نيولي او دولس نور وژل شوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸ لړم ۲۷، دوشنبه)

ايران کې د تيلو بيې د لوړوالي پرضد له تيرو څو ورځو راهيسې مظاهرې روانې دي چې د راپورونو له مخې، دغه مظاهرې په تاوتریخوالي اوښتي چې له کبله يې مظاهرچيانو ته مرګ ژوبله اوښې ده.

راپورونه وايي، په دغه مظاهرو کې د عسکرو په ډزو دولس کسان وژل شوي او دغه راز حکومتي ځواکونو زر تنه مظاهره کوونکي نيولي دي.

د ايران جکومت د نويو اقداماتو له مخې د هر موټر څښتن په میاشتې اوږدو کې د ۱۵۰۰۰ ریالو یا ۱۳ امریکايي سېنټو بدل کې ۶۰ لیټره پټرول ورکول کېږي او له دې زیات هر لیټر به ۳۰ زره ریاله اضافي لګښت لري.

د ایران حکومت وايي، پر هيواد يې د امریکا له لوري د بنديزونو اغېز کمولو لپاره دغه کار کړی چې اقتصاد ته يې سخته ضربه رسيدلې ده.

دغه مظاهرې د ايران په مشهد، بيرجند، اهواز، ګاشسران، ابادان، خرم شهر، شيراز او بندر عباس په ګډون ځينو نورو ښارونو کې هم روانې دي.

د ايران په لويو ښارونو تهران او مشهد کې خلکو پر لويو لارو موټر درولي او لويې لارې يې تړلي دي.

امریکا د دغه مظاهرو ملاتړ کړی او د سپینې ماڼۍ څخه خپره شوې اعلاميه کې راغلي: امریکا د هغه حکومت پرضد- چې باید د خلکو لارښوونه یې کړې وی- د سوله ییزو مظاهرو ملاتړ کوي. موږ د لاریونوالو پرضد د قهریه ځواک کارول او د مخابراتو محدودول غندو.

خو د ايران د بهرنیو چارو وزارت دا او د دغه مظاهرو په اړه د امریکا نورې څرګندونې غندلي او دا يې د بلواګرو او وران کارو مظاهره کوونکو ملاتړ بللی دی.

مربوطه مطالب

Back to top button