امریکا: وسله وال برید کې څلور تنه وژل شوي، شپږ ټپيان دي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸ لړم ۲۷، دوشنبه)

د راپورونو له مخې، امريکا کلفورنيا ايالت په فرنسو ښار کې وسله وال برید ترسره شوی چې لس کسانو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.

پوليس وايي، بريد کوونکي د فوټبال سيالیو ته په راټولو شويو نندارچيانو ډزې وکړې چې په ترڅ کې يې درې تنه ځای پرځای ووژل شول او یو بل بیا روغتون ته پر لاره ساه ورکړه.

د پوليسو په وينا، په بريد کې شپږ تنه ټپيان شوي هم دي چې د ځينو يې روغيايي وضعيت ښه نه دی او دا مهال تر تداوۍ لاندې دي.

پوليس وايي، بريد کوونکی په تيښته بریالی شوی خو د لټون عملیات يې پيل شوي دي.

تر اوسه د دغه بريد انګيزه نه ده معلومه.

په وروستيو کې د امريکا په بيلابيلو ایالتونو کې ورته ډول بریدونه زيات شوي چې خلک پکې ژوند له لاسه ورکوي.

مربوطه مطالب

Back to top button