پاکستان ته تلونکي اړمن افغانان د دواړو هیوادونو د ناسمو سیاستونو د اور په لمبو کې سوځي

ډاکټر یوسف اکبري
هیوادوال مو په جریان کې دي چې نن سبا هغه افغانان چې د خپل ژوند د سختو مجبوریتونو له کبله پاکستان ته تګ کوي د پاکستان د ویزو د ترلاسه کولو لپاره له سختو کړمو او کړاوونو سره مخ دي.
پوښتنه مطرح کیږې چې آخر هغه افغانان چې په خپل هیواد کې یې له 5000 کلونو راهیسې سوکاله ژوند کاوه، او هیڅکله بل هیواد ته په هجرت کولو او یا نورو مجبوریتونو له کبله په دومره پیمانه نه دې مجبور شوي چې ولاړ شي، بلکې برعکس د نورو هیوادونو خلک وو چې افغانستان ته کوچیدل، چې یو مهال په پاکستان کې د سختو پر مهال پاکستاني کډوال افغانستان ته کډوال شوي و، همدا راز د منځینۍ آسیا هیوادونو خلکو هم د سختو مظالمو له کبله افغانستان ته یو کډه شوي دي، نو دا څوک دي چې افغانان یې تر دې بریده سپک او ورک کړل چې نن د پاکستان د کونسلګریو په مخ کې په خورا ډیر بد حالت کې د پاکستان د ویزې اخیستلو لپاره تر ټولو سخت کړاوونه ګالي؟
ډیر لرې به نه ځو، رالنډه به یې کړو چې افغانان د وحشي کمونستانو له لاسه د پاکستان خاورې ته په کډه کولو ځکه مجبور کړای شول، چې په خپل هیواد کې د لینینیزم او ستالینزم د حرامي بچیانو له لاسه په خورا بې دردۍ سره وژل کیدل، تعذیبول کیدل، او د زندانونو تورو تمبو ته اچول کیدل، افغانان مجبور وو چې د خپل ناموس، سر او مال د خوندي کولو په موخه خپله خاوره د کمونستانو د نه زغمونکو مظالمو له لاسره د دې لپاره پریږدې چې د کمونستانو په مقابل کې وسله واله مبارزه پیل کړي، همغه و چې کمونستانو لسګونه افغانان مجبور کړل چې پردیو هیوادونو ته کډې بار کړي، او له هغه ځایه د دې منحوسینو پر وړاندې وسله مبارزه پیل کړي، چې نړیوالو هم د حقایقو په درکولو سره د همدغو مظلومو افغانانو هر ډول ملاتړ وکړ، او بالآخره د یو نیم ملیونو شهیدانو په ورکولو سره یې روسان هم مات کړل او د هغوی حرامزاده افغاني کمونستانو باندې یې هم د پوزې خط وکیښ او له کمونیزم نه یې توبه ګار کړل.
خو دا چې جهادي تنظیمونو د هیواد له ازادولو وروسته ونکړای شول خپل نفسونه تر خپل کنټرول لاندې راولي نو د نفسونو د سرکشۍ له کبله یې افغانستان یو ځل بیا افغانانو ته په جهنم بدل کړ، چې نه د چا عزت، نه ابرو او نه مال او ناموس خوندي پاتې شو، نو پاتې افغانانو هم له هیواده کډې بار کړې، ورپسې خدای تعالی طالبان را پیدا کړل چې دې ټولو فجایعو ته یې د پای ټکی کیښود، او ټول مجرمین یې د خپلو اعمالو په سزا ورسول، افغانستان د آرام ساه وویسته خو متأسفانه امریکایانو ونشوای زغملای چې افغانان دې آرام ژوند او استقلالیت ولري، نو یې پر هغه او دغه بهانه پر افغانستان برید وکړ او یو ځل بیا یې د افغانستان نه بل جنهم جوړ کړ، چې له کبله یې نور افغانان هم له هیواده یو ځل بیا هجرت کولو اړ کړای شول، اوس چې په هیواد کې یو امریکایی اداره حاکمه ده، نو مجبورا همغه څه ته لاس اچوي چې بادار یې ورته لارښوونه کوي، لکه څرنګه چې تاریخ کې ثبت ده چې لکه څنګه چې انګلیسانو د اسلامي هیوادونو د استعمال نه وروسته د اسلامي هیوادونو تر مینځ یو شمیر شخړې د دې لپاره پریښي چې اسلامي هیوادونه دې تل په خپلو مینځو کې په ګوته په ماشه وي څو د انګلیسانو پر ضد د جګړې له فکره تل غورځیدلي وي همدغه راز امریکا او هندوستان تل د هیواد مزدوری ادارې ته همغه څه په مغزو کې پیچکاري کوي چې له کبله یی باید تل د افغانستان او پاکستان د حکومتونو تر مینځ تاوتریخوالی موجود وي، او دوی ورته د خیر په میدان ولاړ وي او د خوښۍ ننداره یې وکړي، څو امریکا او هند د افغانانو لخوا له محتمله برید څخه په امن کې وي، نو ځکه افغانستان تل د پاکستان پر ضد هغه څرګندونې کوي چې سل کاله بعد به یې د پاکستان پر وړاندې عملي نشي کړای، خو یواځې پاکستان دې ته اړ کوي څو کله پر حدودو سیم خاردار وغزوي او کله پر کونړ توغندویی بریدونه ترسره کړي او کله هم په پاکستان کې میشت افغانان وزوروي او کله د طورخم لاره سخته کړي او کله هم ویزې سختي کړي، څو افغانان له کړاو سره مخ کړي او د افغانستان د حکومت پر خلاف یې غوصه راوپاروي، خو حقیقت دادی چې د افغانستان او پاکستان دغه ناوړه سیاستونه چې په مینځ کې یې عام ولسونه له کړاوونو سره مخ کوي د غندلو دي، په پاکستان کې میشت د مهاجرینو او هم پاکستان ته د تلونکو نورو افغانانو او هم په پکتیکا او خوست کې د پرتو پاکستاني مهاجرینو او هم افغانستان ته د راتلونکو پاکستانی وګړي ټول د پاکستان او افغانستان د حکومتونو د غلطو سیاستونو له مخې له سختو کړاوونو سره مخ دي، او که دا حکومتونه دا سلسله ونه دروي نو یوه ورځ به داسې انفجار وکړي چې په لمبو کې به یې دا دواړه حکومتونه د ملتونو د قهر په لمبو کې داسې ایره شي چې ساری به ونلري.
نو ځکه دواړو هیوادنو حاکمانو ته مشوره ورکوو چې د عامو ملکي وګړو له بې ګټې ځورولو څخه لاس واخلي، او ټولو عامو افغانانو او پاکستانیانو ته د تګ راتګ ټولې اسانتیاوې په داسې ډول برابرې کړي چې له هیڅ راز کړمو څخه ونه کړیږي. او که په دې اړه چوپه خوله پاتې کیږي لکه تر اوسه چې چوپ دي، نو عام خلک به مجبور کړې چې په تدریجې ډول د دې حکومتونو خلاف خپل بغاوتونه پیل کړي



