کابل ټکى کام (دوشنبه، ۲۷ لړم ، ١٣٩٨ل)
ولسمشریزو ټاکنو ته نوماند رحمت الله نبیل وایي، ټاکنو کمیسیون باید د هغو ۱۳۷ زره جعلي رایو په اړه وضاحت ورکړي چې سیسټم ته یې پر داخلولو ټینګار کېږي.
نبیل چې نن یې په کابل کې یوې خبري ناستې ته خبرې کولې پرته له دې چې د کوم ټیم نوم واخلي وویل، ټاکنو کمیسیون د هغې ټاکنیزې ډلې په غوښتنه چې چا ورباندې باور نه دی کړی او رایې یې نه دي ورکړي، هڅه کوي ۱۳۷ زره هغه رایې چې ادرس یې معلوم نه دی سیسټم ته داخلې او وشمېري.
نوموړي له ټاکنو کمیسیونه غوښتنه کړې ده چې د همدې رایو په اړه باید معلومات ورکړي چې له کومه شوې او په کوم اساس باید سیسټم ته داخلې کړل شي.
هغه ټینګار کړی دی چې ټاکنو کمیسیون د خلکو او ولسواکۍ د برخلیک په تړاو مسوولیت لري نو باید یوازې د خپل برخلیک په اړه فکر ونه کړي.
نبیل زیاته کړې، افغانستان له بیلابیلو بحرانونو سره مخ دی او د ټاکنیز بحران رامنځته کېدل به هېواد له نه جبرانېدونکې ماتې سره مخ کړي.
نوموړي دغه راز ویلي، له امنیتي ځواکونو نباید سیاسي استفاده وشي، د هغه په خبره هغو هېوادونو چې له خپلو امنیتي ځواکونو سیاسي ګټه پورته کړې ده له ماتې سره مخ شوي دي.
تردې وړاندې پخواني ولسمشر، دثبات اوهمپالنې ټاکنیزې ډلې ترڅنګ ځینې نورو نوماندانوهم حاکم ټیم ته په اشارې ویلي وو چې له امنیتي ځواکونو باید سوء استفاده ونشي او پریښودل شي چې هغوی خپل مسئولیت په خپلواک ډول ادا کړي.


















