د هند پلازمينه کې د ۱۵ دقیقې خالص اکسیجن د تنفس بیه ۴ ډالر

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۷ لړم، ۱۳۹۸ل)
د هند پلازمېنه نوی ډهلی چې ډېر وګړي پکې ژوند کوي، د هغو ښارونو په ډله کې دی په نړیواله کچه تر ټولو ککړه هوا لري. د ښار فضا دومره ککړه شوې چې اوس په کې حتی د پاکې هوا د تنفس کولو له پاره د اکسیجن یو بار هم پرانیستل شوی.
نوي ډهلي کې نه یوازې د هوا له ککړتیا څخه د ساتونکو مصنوعاتو بازار تود دی، بلکې داسې «اکسیجن بار» هم پرانیستل شوی دی چیرې چې عام خلک کولی شي خالص اکسیجن تنفس کړي.
دا ډول اکسيجن چې له ګلانو، ليمو او نورو بوټو څخه جوړ شوی دی د ۲۹۹ هندي روپيو( ۴ ډالر)په بدل کې د ماکسونو په ذريعه په مټ ۱۵ دقيقې خالص اکسیجن تنفس کړي.
د دې بار کارکوونکي وایي چې په ورځ کې له۳۰ تر ۴۰ پورې مشتريان لري، تر څو له دې لارې د تنفسي ناروغيو څخه تر خپله وسه ځان وژغوري.



