د حشدالشعبي ګواښ؛ سوریې د عراق پولې ته پوځیان لیږلي

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۴ زمری، ۱۴۰۵ل)
د راپورونو له مخې، د سوریې پوځ د پوځي چمتووالي حالت اعلان کړی او خپلو ځواکونو ته یې د بشپړ چمتوالی امر کړی دی.
راپورونه وایي، ځواکونو ته امر شوی چې د سوریې او عراق پر ګډه پوله ځای پر ځای شي او ټول پوځیان دې په بیړني ډول خپلو پوځي قطعاتو ته ستانه شي.
دغه پرېکړه وروسته له هغې شوې چې د عراق د اسلامي مقاومت ډلې «حشدالشعبي» دمشق تورن کړ،چې د امریکا او سعودي عربستان بریدونه د سوریې له خاورې ترسره شوي دي.د راپورونو له مخې، حشدالشعبي د احتمالي غچ اخیستنې لپاره د سوریې پولې ته زرګونه جنګیالي لېږلي دي.
د ویلو ده، چې د عراق د اسلامي مقاومت سازمان “حشدالشعبي” منځني ختیځ کې له حزب الله وروسته تر ټولو ځواکمنه ډله ګڼل کېږي او زرګونه جنګیالي لري، چې په ډول-ډول پرمختللو وسلو سمبال دي.



