ننګرهار کې د اوبو پروژو لپاره د نږدې ۲ میلیونه ډالرو هوکړهلیک لاسلیک شو

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۴ زمری، ۱۴۰۵ل)
د اوبو او انرژۍ وزارت وايي، له جاپاني پيامسي موسسې سره یې د ننګرهار ولایت د سپینغر ولسوالۍ د اوبو اړوندو پروژو د تمویل او پلي کولو لپاره د نږدې ۲ میلیونه ډالرو په ارزښت هوکړهلیک لاسلیک کړی دی.
د وزارت په وینا، دغه دوه کلنه پروژه د ۱۰ چکډیمونو، درې ډنډونو، درې سربندونو، درې کانالونو د جوړولو او د یوه کاریز د بیارغونې چارې په بر کې نیسي، چې موخه یې د اوبو مدیریت او د کرنیزو سیمو پیاوړتیا ده.
د اوبو او انرژۍ وزارت زیاتوي، د پروژو له بشپړېدو وروسته به شاوخوا ۳۰۵ هکټاره کرنیزه ځمکه خړوبه شي، له ۱۲۰۰ څخه ډېرې کورنۍ به ترې ګټه واخلي او سلګونو کسانو ته به د کار زمینه هم برابره شي.


