طالبانو دخپلو بندي ملګرو له خلاصون هر کلی وکړ

کابل ټکى کام (سه شنبه، ۲۸ لړم ، ١٣٩٨ل)

وسلوالو طالبانو امریکایي لوري سره له اوږدو مذاکراتو وروسته دبندیانو تبادله تائید، او هرکلی وکړ.

طالبانو په خپله نشر کړې اعلامیه کې د دې تبادلې په اړه لیکلي،《څنګه چې د اسلامي امارت د دریو تنو مجاهدینو محترم انس حقاني، محترم حاجي مالي خان او محترم حافظ عبدالرشید د آزادیدو په اړه مثبت اقدام شوی، موږ یې هر کلی کوو.

‏طالبان زیاتوي، همداراز، د اسلامي امارت له لوري د دوو تنو پروفیسورانو ( کیون کینګ امریکايي او تیموتی ویکس استرالیايي) او لسو تنو افغان عسکرو د خلاصون پروسه په کامیابۍ سره تکمیل شوه.

دوی وایي، دا ټولې کړنې د ښه نیت او اعتماد جوړونې لپاره ښه پرمختګ دی چې د سولې له بهیر سره مرسته کولی شي.‏

طالبانو داعلامیې په وروستۍ برخه کې د قطر د دولت د امیر او د هغه هیواد د بهرنیو چارو وزارت او نورو چارواکو څخه چې په دې پروسه کې یې له پيل څخه پرله پسې هلې ځلې کړې او لازم تسهیلات یې برابر کړي وو؛ مننه کړې》.

دا تبادله چې اوونۍ وړاندې یې افغان ولسمشر دتکملیدو په اړه خبر ورکړی، او بیا دځینې تخنیکي مشکلاتو له امله ځنډېدلې وه؛ نن په کامیابۍ سره تکمیل، او د دواړو جانبینو اسیران خپلو ځایونو ته ولېږدول شول.

مربوطه مطالب

Back to top button