کابل ټکى کام (چهارشنبه، ۲۸ لړم ، ١٣٩٨ل)
د طالب او امریکایي زندانیانو له تبادلې وروسته واشنګټن ویلي، داسې هیلې شته چې د افغانستان اوږده جګړه د خبرو پر مټ ختمه کړل شي.
سپینې ماڼۍ د یوې اعلامیې په خپرولو سره د امریکايي پوهنتون د استادانو پر خوشي کولو خوښي څرګنده کړې او ددې اقدام هرکلی یې کړی دی.
واشنګټن وايي هیله لري چې د افغانستان اوږدې او څلوېښت کلنې شخړې ته سیاسي حل پيدا شي او په خبره یې اوس ددې تمه شته چې دغه جګړه د خبرو پر مټ ختمه کړل شي.
سپینه ماڼۍ دغه راز وایي چې دوی په افغانستان کې ددایمي سولې او ثبات غوښتونکي دي او په دې برخه کې خپلې هڅې نه سپموي.
سرچینې دا هم ویلي چې افغانان د سولې غوښتونکي دي او امریکا د بین الافغاني سولې او مذاکراتو هر ډول ملاتړ ته تیاره ده.
تر دې وړاندې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم د زندانیانو پر تبادلې خوښي څرګنده کړې وه او ټینګار یې کړی و چې دغه مسئله به د سولې په برخه کې د لا ښه پرمختګ لاره پرانیزي.
دا تبادله تيره ورځ د طالب او امریکایي استازو د یوې موافقې، او قطر هیواد په منځګړیتوب تر سره شوه چې ډیرو هیوادونو یې هر کلی وکړ.
















