سهیل شاهین: د بندیانو تبادلې په اړه د کابل ادارې سره هیڅ راز معامله نه ده شوې
کابل ټکى کام (چهار شنبه، ۲۹ لړم ، ١٣٩٨ل)
د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند او د دې ډلې مرکچي غړي سهیل شاهین د الجزیره تلویزیون هغه خبر رد کړی چې ګواکې د انس حقاني په ګډون د دریو طالب زندانیانو آزادي په دې شرط ترسره شوې، چې تر دې تبادلې وروسته به طالبان د کابل ادارې سره مخامخ خبرو ته کیني.
شاهین په خپل ټوېټر لیکلي «مونږ د الجزیرې تلویزیون دا راپور چې د اسلامي امارت درې بندیان د کابل ادارې سره د کومې معاملې او یاد راتلونکو مخامخ مذاکراتو لپاره خوشې شوي، په کلکه ردوو، هیڅ حقیقت نلري.»
شاهین دغه راز دوحې ته د یادو بندیانو رسیدل هم تائید کړي او زیاته کړې یې ده چې د دوی له خوا د امریکایي پوهنتون استادان هم تیره ورځ د زابل په نوبهار ولسوالۍ کې امریکایي لوري ته حواله شوي دي.
لویدیځو رسنیو بیا خبر ورکړی چې تر تبادلې درې ورځې وړاندې د زابل په دریو ولسوالیو کې د دواړو لوریو لخوا اوربند پلی شوی وه او امریکایي لوري په سیمه کې یواځې هوایي څارندویه ګزمې وهلې.
یو شمېر سیاسي شنونکو بیا دافغان ولسمشر په بې کفایتۍ نیوکې کړي او ویلي یې دي، هغه امتیاز چې امریکا په یادو بندیانو سره تر لاسه کړ، که افغان حکومت تر لاسه کړی وای؛ تر ډیره به فاصله راکمه او دباور فضا رامنځته شوې وه.



