د ليبيا سواحلو کې کښتې ډوبيدو له امله ۶۷ کډوال مړه شوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸ لړم ۳۰، پنجشنبه)
د راپورونو له مخې، د ليبيا سواحلو کې د کډوالو د یوې کښتې ډوبېدو له کبله ۶۷ کسان مړه شوي دي.
د القدس العربي ورځپاڼې نن پنجشنه خبر ورکړی چې دغه کښتۍ د ليبيا پلازمینې طرابلس په سواحلو کې ډوبه شوې چې لسګونه کسانو پکې ژوند له لاسه ورکړی او ځايي کب نيوونکي توانيدلي چې ۳۰ تنه له ډوبيدو وژغوري.
تر اوسه معلومه نه ده چې دغه کډوال د کوم هيواد وګړي دي، خو له یادې لارې اروپا ته د افغانستان، عراق، سومالیا او ګڼو هيوادونو وګړي د سمندر له لارې کښتيو کې تګ کوي چې وخت ناوخت د ورته ډول حادثو ښکار کېږي.
د مهاجرت نړیوال سازمان د معلوماتو له مخې، د روان ۲۰۱۹ م کال له پيله تر اګست مياشت پورې ۵۷۸ غير قانوني کډوال د متيترانې په اوبو کې ډوب شوي دي.
د یادې ادارې د راپور پربنسټ، تير کال په مديترانې اوبو کې شاوخوا دوه زره غير قانوني کډوالو ژوند له لاسه ورکړی دی.


