دا پټې وژنې چا پیل کړي؟

سرليکنه

د سیاسي چارو د شنونکي او لیکوال وحید مژده وژل کېدو په ټولنیزو رسنیو کې سخت غبرګونونه پارولي دي.

خلک پر حکومت نیوکه کوي چې د خپلو وګړو د امنیت په تامین کې پاتې راغلی  او د بیان د ازادۍ ساتنه نه شي کولی. سیاسي فعالان او لیکوالان او وحید مژده بې طرفه کسان وو مژده  تل د سولې او بیان ازادۍ لپاره مبارزه کړې ده.

وحید مژده د سیاسي چارو شنونکی او دغه راز تکړه لیکوال و، چې تل یې د سولې، عدالت د تامین او جګړو د درېدو لپاره تحلیلونه او لیکنې کولې.

نوموړی تېر ماښام خپل کور ته نږدې له جومات تر راوتو وروسته د نامعلومو وسله والو له لوري ووژل شو. کورنیو چارو وزارت وایي چې په دې اړه یې پلټنې پيل کړې دي خو تر اوسه د کوم چا په نیولو بریالي شوي نه دي.

تر دې مخکې د قاضي محمد حسن حقیار، مطمېن او ملا عبد السلام ضعیف د ترور هڅې هم شوي دي بارکزی هم د موټر سایکل سپرو لخوا ووژل شو.

ویل کیږی چې دا یوه امریکایی پروژه ده چې د سي آی ای په پانګونه د کابل ادارې د بشري ځواک پر مټ پیل شوې او موخه یی په تدریجي ډول د ټولو هغو افغانانو وژل دي چې د امریکا د استعمار او د لاسپوڅي ادارې مخالف دي او  د دې ادارې په کنترولي سیمو کې ژوند او فعالیت کوي په ننګرهار کې د تیر یوه کال راهیسی نږدې 60 دیني عالمان ترور کړای شول.

د امریکا او لاسپوڅې ادارې ټول مخالفین دې یا له هیواده هجرت وکړي او یا دې د طالبانو له لیکو سره یوځای او په وسله وال جهاد دې د دې منحوس صلیبي استعمار او صلیبي لاسپوڅې ادارې پر وړاندې تر هغې مبارزه وکړي چې څو یې په ګونډو کړي نه وي ځکه دا دالله اردې دي چې فرمایلې یې دي:  اذن للذین یقاتلون بانهم ظلموا و ان الله علی نصرهم لقدیر

یعنې پر چا چې ظلم کیږي هغوی ته اجازه شوې چې وسله واله مبارزه وکړي او الله تعالی یې په بریالي کولو توانا دی.

Related Articles

Back to top button