سيګار: په حکومت کې اداري فساد د طالبانو ليکو پياوړي کولو کې مرسته کوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸ لړم ۳۰، پنجشنبه)

د افغانستان لپاره د امریکايي مرستيو د څارنې د ادارې (سيګار) مشر جان سوپکو وايي، چې افغانستان کې اداري فساد د طالبانو د ليکو له پياوړتيا سره مرسته کړې ده.

سوپکو په واشنګټن کې د ويلسن سنټر په تحقيقاتي بنسټ کې د خپلې وينا پر مهال ويلي، چې حکومت کې فساد د طالبانو د ليکو د پياوړتيا لامل ګرځيدلی او د امریکا او شريکانو يې غوښتنه کړې چې په خپلو برنامو کې د فساد سره  مبارزې ته لومړيتوب ورکړي.

د سيګار د مشر سوپکو په وينا، ” طالبانو ته د جنګیالیو د جلبولو لپاره ه یوه تر ټولو ښه لاره دا ده، چې د سیمې خلکو ته ووايي، چې فاسدو حکومتي چارواکو ته وګورئ، تاسې نه شئ کولی د (افغانستان) پر مرکزي حکومت، قاضیانو او پولیسو باندې باور وکړئ”.

هر کال د افغانستان حکومت د نړۍ د لسګونو هيوادونو له ډلې څخه د فساد په برخه کې کله درېیم او کله هم څلورم راځي چې په ادارو کې يې تر ټولو زيات فساد کيږي.

د سيګار مشر وايي، د افغانستان اوسنی حکومت د حامدکرزي په مشرۍ د حکومت په پرتله د فساد سره د مبارزې په برخه کې تر يوې اندازې پرمختګ کړی دی.

مربوطه مطالب

Back to top button