طالبانو د وحید مژده وژنه غندلې او د استخباراتي کړیو کار يې بللی

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸ لړم ۳۰، پنجشنبه)

طالبانو د ليکوال څيړونکي او سياسي مبارز وحيد مژده وژنه غندلې، خواشیني پرې څرګنده کړې او دا يې د استخباراتي کړيو کار بللی دی.

د طالب وياند ذبیح الله مجاهد له ادرس څخه په خپره شوې اعلاميه کې راغلي، اسلامي امارت په دغه پيښه د زړه له تله خواشینی دی، دا وژنه په تر ټولو سختو ټکو غندي او د شهید مژده صاحب شهادت د هیواد لپاره په سیاسي او فرهنګي ډګر کې ستره ضائعه بولي.

طالبانو ويلي، چې وحيد مژده د آزادۍ، سولې او د افغانانو د اتحاد او اسلامي نظام د راتګ لپاره مبارزه کوله زياتوي په شهادت سره يې هيواد له يوې با استعداده هستۍ بې برخې شو.

د طالبانو اعلاميه کې راغلي: “عین حال کې د بیان د آزادۍ تر دروغجن شعار لاندې د هغو منحوسو څيرو زغم او حقیقت هم څرګند شو چې په دا وروستیو کې يې د هیواد یو شمیر علمي کدرونه، څيړونکي او سیاسي فعالین د مثبت، اسلامي او ملي نظر درلودلو په جرم تر هدف لاندې را وستي او دغه راز وژنې کوي”.

طالبانو د وحيد مژده کورنۍ، خپلوانو، همفکرو ملګرو او ټولو هيوادوالو ته د نوموړي د شهادت تسليت ويلی او هغوی ته يې د صبر غوښتنه کړې.

وحيد مژده سياسي څيړونکی پرون په کابل کې خپل کور ته نږدې د نامعلومه موټرسيکل سپرو وسله والو په برید کې ووژل شو.

د وحيد مژده وژل کيدو په ټولنيزو رسنيو کې سخت غبرګونونه راپارولي، سياستوال او شنونکي وايي پر حکومت نيوکه کوي چې د خپلو وګړو د امنيت په تامین کې پاتې راغلي او آن ځينې خو يې پړه پر حکومتي کړيو اچوي چې په وينا يې دغه کار د سولې مخالف کسان ترسره کوي.

 تر دې مخکې په کابل کې په سياسي شنونکو حسن حقيار، خيرالله شينواري او ځينو نورو هم ورته ډول بریدونه شوي دي.

ويل کيږي، پر حسن حقيار بريد کوونکی حکومت نيولی و خو په وروستيو کې په مخفي ډول بيرته خوشې شوی او هيڅ تحقيقات ترې نه دي ترسره شوي.

د کابل پوهنتون استاد او د سياسي چارو کارپوه اسد وحيدي د مژده له وژنې وروسته په خپل ټويټر اکاونټ وليکل چې: « د شهيد مژده نامعلوم قاتلين موږ ته معلوم دي. موږ ته يې پخوا ويلي چې يا غلي شئ او يا وطن پرېږدئ. خو موږ ولاړ يو، زموږ ملګري به ولاړ وي، زموږ اولادونه او نسلونه نسلونه به همداسې ولاړ وي!»

مربوطه مطالب

Back to top button