نيويارک ټايمز: لوګر کې د امریکايي پوځ چورلکه د طالبانو په بريد کې نسکوره شوې

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸ لړم ۳۰، پنجشنبه)

له امریکا څخه خپريدونکې نيويارک ټايمز ورځپاڼې په يوه خبر کې ليکي، چې په لوګر ولايت کې د امریکايي ځواکونو چورلکه د طالبانو د بريد په ترڅ کې نسکوره شوې ده.

که څه هم پرون په افغانستان کې د ناټو غوڅ ملاتړ وويل، داسې نښې نه ويني چې الوتکه دې د طالبانو له خوا ويشتل شوي وي خو تازه د نيويارک ټایمز ورځپاڼې د امریکايي پوځ له قوله ليکلي، چې د لومړيو نتایجو له مخې ياده پېښه د طالبانو د برید په ترڅ کې رامنځته شوې ده.

طالبانو ويلي و چې په چورلکه کې ۵۴ کسان بهرني او د صفر یک قطعې ځواکونه سپاره و چې ټول پکې وژل شوي او چورلکه په بشپړه توګه سوځيدلې ده.

د ناټو غوڅ ملاتړ په دغه چورلکه کې  د دوو امریکايي پوځيان وژل کيدل تاييد کړل او د نورو عسکرو په اړه يې څه نه دي ويلي.

له ۲۰۰۱ کال راهيسې له کله چې امريکا پر افغانستان يرغل کړی د امریکا د رسمي شميرو له مخې، له دوه زور زيات امریکايي عسکر وژل شوي او د روان کال له پيله بيا د دغه دوو امریکايي عسکرو په وژلو سره ټول نوولس تنه وژل شوي دي.

امريکا په افغانستان کې د خپلو پوځيانو د وژل کيدو او تلفاتو کچه ټيټه ښيي او د ازادو سرچينو د راپورونو له مخې، په افغانستان کې د وژل شويو امریکايي پوځيانو شمير تر هغې څو چنده زيات دی چې دوی يې په رسمي شميرو کې اعلانوي.

مربوطه مطالب

Back to top button