مقدساتو او ارزښتونو ته د بېدینانو سپکاوی او د هغې خپراوی

سرليکنه
دا چې کفار د مختلفو لارو کوښښ کوي چې د مسلمانانو دیني جذبات کمزوري کړي نو د هغو څخه یې یوه کفري طریقه دا ده چې د اسلام د توهین په اړه يې ویډیوګانې او عکسونه جوړ کړي وي او بیا يې ځینې ساده ذهنه مسلمانان نشروي. دغه ډول کفري مواد نشرول څو زیانونه لري:
۱: کفار غواړي چې مسلمانان دغه توهین وویني، په ډېرو لیدلو سره اخر مسلمان ته دغه توهین ډېر عادي وګرځي نعوذبالله! څه موده وروسته یې هیڅ پروا نه په کیږي. وروسته که یې مسلمان په ژوند کې مخامخ په سترګو وویني کیدای شي دده لپاره کومه نوې خبره نه وي نو کوم عکس العمل به هم نه ښيي چې دا خو ما ډېر لیدلی دی. په دې ډول يې جذبات کمیږي.
۲: ځینې کمزوري مسلمانان چې دغه شیان وویني نو يې عقیده لا پر اسلام کمزورې کیږي چې اسلام خو خلګو ته د منلو وړ نه دی (نعوذبالله)، هر یو پسخند او ملنډې په وهي، نو د اسلام څخه ناامیده کیږي. حال دا چې اسلام نن په نړۍ کې تر ټولو زیات پر مخ تلونکی دین دی، بې شمېره پوهان کسان په کفري هیوادونو کې مسلمانان کیږي.
۳: کفار غواړي چې مسلمانان د دوی د توهین لپاره د تبلیغ او اعلان ذریعه وګرځي. بس کفار به توهین کوي نعوذبالله او ساده ذهنه مسلمانان به یې نشروي.
۴: که یو څوک د چا مور ته ښکنځل وکړي ایا زوی به یې همدغه د ښکنځلو الفاظ پر کاغذ ولیکي او د نورو سره به يې په انټرنیټ او نورو ځایو کي شریک کړي؟!!ایا دغه الفاظ به نوموړی پر کاغذ وليکي او نشر به یې کړي چې فلانکي زما مور ته دغه الفاظ وکارول؟! نه هیڅکله به داسې ونه کړي. ځکه چې هغه بد الفاظ نقلول خپله په همدغه جرم کې یو ډول برخه اخیستل دي او د چا غیر یې نه مني.
نو د اسلام توهین نشرول تر دغه لا هم سخترین جرم دی! باید نشر نه شي تر څو نه دا جرم موږ تکرار کړو (که څه هم په ښه نیت وي) نه د کفارو د تبلیغاتو مزدوران ښو او نه د مسلمانانو جذبات خراب کړو.
په دې ډول به مسلمان ددې پر ځای چې د اسلام د حقانیت په زده کولو او نشرولو ځان مصروف کړي په دې بې ځایه کار به مصروف وي. کېدای شي نور زیات زیانونه هم ولري.



